1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران یوولس تنه قاچاقچیان په دار وځړول

۱۳۹۰ آذر ۴, جمعه

د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد دولت د مخدره توکو یوولس تنه قاچاقچیان په دار ځړولي دي. ایران د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اعدام کچه په کې لوړه ده.

https://p.dw.com/p/13Gwo
ایران تر چین وروسته په نړۍ کې ترټولو نورو هیوادونو ډیر اعدامونه تر سره کوي
ایران تر چین وروسته په نړۍ کې ترټولو نورو هیوادونو ډیر اعدامونه تر سره کويانځور: picture alliance/dpa

د ایران د دولتي تلویزون په وینا دغه قاچاقچیان د فارس ولایت د شیراز په ښار کې په یوه زندان کې تر هغې وروسته په دار وځړول شول چې د ایران سترې محکمې د هغوي د مرګ سزا تأید کړه.

قتل، زنا، زنا باالجبر، د وسلې پر زور غلا کول، د نشه یي توکو قاچاق او مرتد کیدل ټول هغه جرمونه دي چې په ایران کې ورته د مرګ سزا ټاکل شوې ده. دغه سزاګانې په ۱۷۷۹م کال کې د اسلامي انقلاب وروسته ټاکل شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې د چین وروسته ایران دوهم هیواد دی چې په کې زیات اعدامونه تر سره کیږي. تیر کال په ایران کې لږ تر لږه ۲۵۲ تنه په دار وځړول شول.

ایران د خپل هیواد پر قضایي سیستم هر رنګه نیوکه ردوي او وایي چې د مخدره توکو لوېې ستونزي ته د غبرګون په توګه دوي دغه اسلامي قوانین پلي کوي.

د ایران د دولتي تلویزون په وینا د فارس په ولایت کې امنیتي ځواکونه هر کال کابو ۶۰ ټنه نشه اي توکو نیسي.

د افغانستان څخه د نشه اي توکو د قاچاق په وخت ایران د ترانزيتي لارې په توګه استعمالیږي. دا په داسې حال کې ده چې روسیې تیره اونۍ ویلي وو چې په افغانستان کې د مخدره توکو پر ضد د امریکا متحده ایالاتو هڅې د قناعت وړ نه دي.

روسیه په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې په کې په زیاته کچه مخدره مواد استعمالیږي.
 
افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو نورو هیوادونو ډیر کوکنار تولیدوي چې د دغو کوکنارو څخه بیا وروسته هیروین جوړیږي. په افغانستان کې د تولید شوو هیروینو څلورمه برخه روسیې ته قاچاقیږي.

 په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته د مخدره توکو پر ضد د مبارزر په ترڅ کې تر اوسه ۳۵۰۰ ایراني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش