1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د منځني واټن توغندی وازمايه

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه

ایران د سه شنبې په ورځ یو داسي توغندی وازمايه چي اسرائیل په نخښه کولای شي. د رسنیو په خبره دا کیدای شي، چي د ایران غواړي وښيي، چي که ورباندي د اسرائیلو له خوا برید وشي، نو دا هیواد به ئې ځواب ورکړي.

https://p.dw.com/p/15QHZ
انځور: picture alliance/abaca

د منځني واټن دغه توغندی چي د ایران د «سپاه انقلاب» له خوا ازمويل شوی دئ «شهاب ۳» نومول شوی دئ. د ایران د العالم تلویزیون په حواله دې هیواد د شهاب ۳ توغندی د یو لړ پوځي مانورونو په دوهمه ورځ ازمویلی دئ. دا پوځي مانورونه د چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

د شهاب ۳ توغندی کولای شي چي تر ۲۰۰۰ کیلو مترو پوري لیري هدفونه په نخښه کړي. دا نو په دې معنی ده چي دغه توغندی کولای شي چې له ایران څخه اسرائیل په نخښه کړي. اسرائیل له ایران څخه ۱۰۰۰ کیلومتره واټن لري.

د العالم تلویزیون په حواله په دې پوځي مانورونو کي دوه د لنډ واټن ټوغندی چي «شهاب ۱» او «شهاب ۲» نومیږي هم ازمویل شوي دي. دغه دواړه توغندی د ۳۰۰ او ۵۰۰ کیلو متره په واټن کي هدفونو په نخښه کولای شي.

د فارس خبري آژانس ویلي دي چي د دغو پوځي مانورونو په ترڅ کي د ایران له بېلابېلو برخو څخه د «کویر» په دښت کي د بېلابېلو توغندیو په واسطه یو هدف په نخښه شوی دئ. ویل شوي دي، چي د دې پوځي مانور په وروستۍ ورځ به د ایران د سپاه انقلاب بم غورځوونکي بې پیلوټه الوتکي هم و ازمویل شي.

که څه هم تر دې مخکي ایران څو ځله خپل د لیري واټن توغندی ازمویلي دي خو اوس د دغه هیواد چارواکي وایي، چي دغه مانور ئې اسرائیلو او امریکا ته د دې پیغام د رسولو له پاره پيل کړی دئ، چي پر ایران تر برید مخکي څو واري فکر وکړي.

د دغو پوځي مانورونو په ترڅ کي د کویر په دښت کي یو داسي هدف په نخښه شوی دئ چي په افغانستان او عراق کي د امریکایي ځواکونو کمپونو ته ورته شکل ورکړل شوی دئ.

پر ایران باندي تور لگول کیږي چې غواړي اټومی وسلې جوړي کړي. خو دغه هیواد تل دا تورونه ردوي او وایي، چي اټومي پروگرام ئې سوله ییزي موخي لري. نړیوالي ټولني پر ایران باندي سخت تحریمونه وضع کړي دي او وایي، چي که دغه تحریمونه او سیاسي فشارونه کومي پایلې و نه لري نو د حل پر يوې پوځي لاري به فکر وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل