ایران: د امریکا نوي بندیزونه پر موږ تأثیر نه لري
۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سهشنبهاعلان
ایران د سه شنبې په ورځ وویل چي پر دغه هیواد د امریکا نوي تحریمونه پر ایران کومه اغیزه نه لري.
امریکا د دوشنبي په ورځ اعلان وکړ چي ولسمشر اوباما د ایران په وړاندي نوي تحریمونه منلي دي او په امریکا کي ئې د دغه هیواد د مرکزي بانک ټولي شتمنۍ کنگل کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چي د ایران مرکزي بانک له متحده ایالاتو سره راکړه ورکړه نه لري او له همدي کبله نوو تحریمونو اغیزمن کړی نه دئ.