ایتوپیا دوه تنه سویډني ژورنالېستان آزاد کړي دي
۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سهشنبهاعلان
په ایتوپیا کې بندي دوه سویډني ژورنالېستان له زندان څخه آزاد کړای شوي او بخښل شوي دي. پر دغه دوو ژورنالېستانو له یاغیانو سره د مرستې تور پورې شوی وو. دغه دواړه خبریالان د ایتوپیا د گاونډي هیواد سومالیې څخه دغه هیواد ته د تیر کال د جولایي په میاشت کې ور اوښتي وو چې تر نیول کیدو بیا وروسته د ترهگرې څخه د ملاتړ په تور د ۱۱ کلونو په بند محکوم شول. دغه دواړه ژورنالېستان د ایتوپیا په سویل ختیځه برخه اوگاډین کې نیول شوي وو. زیاته شوې ده چې دغو کسانو د یوه شرکت په اړه پلټنې کولې چې د سویډن د تیلو له یوه شرکت سره ئې تړاو درلود.