ایا د سرطان مخنیوی کیدلای سي؟
۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبهد سرطاني امراضو کومکي الماني ټولنه او د سرطاني تحقیقاتو الماني مرکز(DKFZ ) د ارقامو پراساس د ژوندانه د صحي طریقې د اختیارولو له لاري سړی کولای سي د ډیرو سرطاني امراضو خطر راکم او حتی له منځه یوسي:
له هغې جملې څخه مثلأ ډیر چاغښت، لږ حرکت کول، ډیر الکهول چښل، غیر صحي خوراک او سگریټ څکول. نور عوامل هم د سرطاني امراضو د رامنځته کیدو سبب کیدلای سي، لکه مثلأ ویروسونه، اقلیمي تأثیرات، کیمیايي مواد او یا د اېکسرې او نورو لارو څخه بدن ته شعاوي داخلیدل. مزمن التهاب هم د سرطان د رامنځته کیدو سبب کیدلای سي. د اټکلونو پراساس پنځه تر لس فیصده سرطاني امراض میراثي هم دي.
د سرطان په رامنځته کیدو کي تر ټولو دمخه تصادف او وخت ډیر مهم رول لري: د وخت په تیریدو سره مثلأ یوه حجره غټیږي او بله حجره زیږوي. په دې جریان کي کیدلای سي، چي حجره غلط انکشاف وکړي او د سرطان سبب وگرزي. په عادی حالت کي هم کیدلای سي، دغه ډول یو حالت رامنځته سي. ځکه د ژوندانه په جریان او د عمر په تیریدو سره دغه ډول غلط انکشاف او امراض سره کوټه کیږي او اکثرأ د سرطان سبب کیږي.
- د سرطاني تحقیقاتو الماني مرکز په حواله یوازي د سگریټو له لاسه په جرمني کي له کاله ۸۵ زره انسانان په سرطان اخته کیږي، چي تر ټولو خراب یې د سږو او پروستات سرطاني امراض دي. ددغه مرکز په حواله هر پنځم سرطاني مرض د سگریټو څخه رامنځته کیږي او که د هغه څکول بند او یا لږترلږه راکم سی، نو ځانته به ډیره فایده رسیدلې وي.
- دغه مرکز همدارنگه توصیه کوي، چي وزن راکم او منظم حرکتونه تر سره سي. لږترلږه د ورځي نیم ساعت. حرکتونه هر ډول کیدلای سي، د تگ څخه نیولې تر ځغاستي او نورو سپورټي حرکاتو پوري.
- د سرطاني تحقیقاتو الماني مرکز او د نورو ساینس پوهانو په نظر د ډیرو الکهولو چښل باید راکم سي. ځکه الکهول هم په جرمني کي هرکال د تقریبأ لس زرو نوو سرطاني امراضو سبب کیږي.
- ددې ترڅنگ دي داسي صحي غذايي مواد وخوړل سي، چي د حیواني محصولاتو، لکه توروغوښو برخه پکښي کمه وي. د ډیري مالگي خوړلو څخه دي هم پرهیز وسي.
- بې له اړتيا اېکسرې تر سره نه سي، ځکه د هغه شعاوي بدن ته داخلیږي چي په خپل وار سره بیا حجرې خرابوي او د سرطاني امراضو د رامنځته کیدو سبب کیږي.
د ډیر مستقیم لمر اخیستلو او یا مصنوعي لمر اخیستلو سولري دستگاوو څخه هم پرهیز وسي، ځکه چي هغه هم کیدلای سي د پوست سرطان رامنځته کړي.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 01.03.2019)