1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا «دیانت» یو پیسې خوښونکی دیني مقام دی؟

۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبه

د ترکیې دیني عالي مقام«دیانت» د مختلفو معاملو له لاري په ملیونونو پیسې گټي. اوس هغه د بیر جوړولو يوې تاريخي فابریکې نړول هم پلان کړي دي. خو منتقدین پوښتنه کوي، چي ایا په اسلام کي ډیره گټه کول روا دي؟

https://p.dw.com/p/3Q5fE
Symbolbild Türkei Amt für Religionsangelegenheiten Diyanet Moschee
انځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

بومونیتي د عثماني امپراطورۍ لومړنۍ ډیره فوق العاده د بیرو فابریکه وه. هغه د استانبول د سیسلي په برخه کي موقعیت لري، چي د بوسفورس د منطقې په منځ کي پرته ده. خو اوس دغه تاریخي ودانۍ د ناحیې د دیانت ادارې مفتي ته وسپارل سوه. هغه به ډیر ژر چپه او په عوض به یې یو مسجد او یوه لیلیه جوړه سي. خو د هغه په مقابل کي مقاومتونه هم موجود دي.

د سیسلي ناحیې ښاروال، ماومیر کیسکین المان ږغ  ته وویل، چي «د بومونیتي د بیرو فابریکه یو تاریخي ارزښت لري. د هغه په عوض یوه نوې ساختماني پروژه زموږ د ناحیې کرکټر خرابوي او تغیر ورکوي. هغه به د نوو ساختماني پروژو د جوړولو سبب سي، چي دا زموږ د ناحیې له پاره ښه نه دی.» د ترکیې د انجنیرانو او معمارانو د اتحادیې رییس، عارف بوراق اتلار هم د نوو ساختماني پروژو د جوړولو مخالف دی او وايي، چي« د بومونیتي د بیرو فابریکې ته د کلونو راهیسي هیڅ توجه نه ده سوې. اوس باید د هغه پر نړولو نه ، بلکه ترمیمولو باندي بحثونه وسي.»

Türkei Diyanet-Präsident Mehmet Görmez
انځور: picture alliance /dpa/ C. Merey

د«دیانت» مقام واقعأ څومره موړ دی؟

دبومونیتي د تاریخي فابریکې شخړه ایز نړول او په عوض یې نوې ساختماني پروژه پر لاري اچول د ترکیې د «دیانت» د مقام د مخ پر ډیریدونکو معاملو فقط یوه نمونه ده. د «دیانت» دولتي مقام چي تر ۱۰۷۰۰۰ پوري کارکونکي لري، په داخل او خارج کي په سلهاوو دغه ډول پروژې پرمخ بیايي. منتقدین خبرداری ورکوي، چي ډیر ژر به د یوه لوی اقتصادي شرکت سره د دغه دیني مقام فرق ونه سي.

د «دیانت» د انټرنیټ پاڼي د ارقامو پراساس د هغوی بودجه ۸۲۵ ملیونو یورو ته رسیږي، کومه چي اکثرأ د یوه وزارت تر بودجې هم لوړه ده. د ترکیې د احصایې انستیتوت (TÜIK ) رییس، علي ایرباس د دغه مقام بودجه تر دې هم اضافه بولي او وايي، چي په ۲۰۱۹ م کال کي د هغوی بودجه تر دې اندازې دوه چنده او تقریبأ ۱،۷ ملیارډه یورو ته رسیږي. پردې سربیره هغوی ډیر املاک هم په اختیار کي لري.

لیکوال، عمر ساغلام د هغوی پیسې تر دې هم ډیري بولي. هغه چي د «دیانت» د مقام په باب څیړني کړي دي، وايي چي هغوی یوازې د حج او عمرې زیارت او همدارنگه اختري قربانیو له لاري په ملیونونو پیسې پیداکوي، چي پټي پاتیږي. «دیانت» د مثال په ډول په ټوله دنیا کي د تقریبأ ۴۵۰۰۰۰ قربانیو په معامله کي لاس لري. په دغه جریان کي خلک «دیانت»  ته پیسې ورکوي، چي د دوی په نامه څاروي حلال او غوښي یې پر مسکینانو او غریبانو باندي وویشي. د لیکوال په خبره هغوی یوازي د دې لاري ۵۲،۴ ملیونه یورو راټولوي. هغه اضافه کوي: «ما ته په خپلو تحقیقاتو کي معلومه سوه، چي متأسفانه د«دیانت» په عوایدو او مصارفو کي ډیر فرق موجود دی او مطابقت نه سره لري. هغوی تر ډیره حده پوری د کنټرول څخه وتلي دي.»

Ramadan Islam Religion
انځور: Reuters/A. Alfiky

د ترکیې د «دیانت» مقام د نړۍ په ۱۴۵ هیوادونو کي نه یوازي تعلیمي، کلتوري او خیریه کارونه پر مخ بیايي، بلکي هغه په ډیرو اقتصادي معاملو کي هم لاس لري. هغه چي په ۱۹۷۵ م کال کي د یوې کوچنۍ خیریه مؤسسیې په حیث تأسیس سو، اوس یوازي په ترکیه کي تقریبأ ۱۰۰۰ څانگي لري. هغه د خاصو اقتصادي اسانتیاوو څخه برخمن دی، ځکه چي په ۱۹۷۷ م کال کي د مالیاتو د ورکولو څخه معاف سو. سربیره پردې هغه د کوماس ساختماني پروژې له لاري د ساختماني پروژو په جوړولو کي هم داخل دی. هغه د ۱۹۸۳ م کال راهیسي په سلهاوو دیني مدرسې او لیلیې، مسجدونه، روغتونونه او هوټلونه جوړ کړي دي.

په دې سبب ترکي الاهیات پیژندونکی، کېمال کیلیچ وايي، چي دغه مقام باید بیرته خپلي لومړنۍ وظیفې ته وروگرځي. په خبره یې «دیانت» په دې خاطر تأسیس سو، چي عامه ذهنیت ته  واقعیتونه او اسلام تشریح او ورته نژدې یې کړي. د غریبانو او بې وزلو په خدمت کي واوسیږي او نه داچي خپل ځانونه ماړه کړي.