«اکثره آلمانان له مهاجرو د منفي اغېزو اټکل کوي»
۱۳۹۴ اسفند ۴, سهشنبهد آلمانانو اکثريت بيره لري چي په زيات شمېر د پناه غوښتونکو
راتګ به د آلمان اقتصاد او ټولني ته منفي پايلي ولري. د يوې تازه تر
سره سوي نظر پوښتني له مخي د پوښتل سوو آلمانانو۵۷ سلنه فکر
کوي چي د پناه غوښتونکو په راتګ سره به آلمان د ژوند کولو له
پاره تر پخوا خراب سي.
د اقتصادي څېړنو له پاره د آلماني انستيتيوت (DIW) له خوا په تر سره
سوې دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۵۳ سلني ويلي چي
«د پناه غوښتونکو له کبله به د آلمان د کلتوري ژوند برخه زیان
وويني.» د دغې نظر پوښتنې پايلي د فونکه په نوم آلماني ورځپاڼي
او رسنيو ډلي په خپل يو راپور کي خپرې کړي دي.
د پوښتل سوو۳۰ سلنه فکر کوي چي د پناه غوښتونکو له کبله به په آلمان کي کلتوري ژوند لا زياته وده وکړي. په داسي حال کي چي د پوښتل سوو۴۷ سلنه فکر کوي چي پناه غوښتونکي به د آلمان پر اقتصاد منفي اغېز ولري.
خو د پوښتل سوو کسانو هر دريم فکر هم کوي چي د آلمان پر
اقتصاد به د پناه غوښتونکو د مثبتو اغېزو کچه تر منفي اغېزو
زیاته وي.
په عمومي توګه د پوښتل سوو کسانو ۷۹ سلنه په دې نظر دي چي د
مهاجرو د راتګ بهير ګواښونه يې تر چانسونو زیات دي. تقريبا
۵۷ سلنه پوښتل سوي کسان په دې نظر دي چي تر اوږدې مودې پوري
به د پناه غوښتونکو د راتګ ګواښونه تر چانسونو زیات وي.
خو د پناه غوښتونکو د منفي اغېزو له بيري سره سره د پوښتل سوو تقريبا ۳۰ سلني ويلي دي چي له مهاجرو سره يې مرستي کړي دي. په دغو کي ځينو د موادو او ځينو بیا د پيسو مرستي کړي دي.
د دغو کسانو۲۶ سلنه وايي چي په پام کي لري په راتلونکې کي هم له مهاجرو سره کومک وکړي. د پوښتل سوو کسانو ۵ سلني ويلي دي چي په سياسي توګه د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي.
د دغو کسانو په وينا دوی د احتجاجونو، لاريونونو او ورته فعاليتونو په مرسته د پناه غوښتونکو سياسي ملاتړ کوي.