1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اُتريش: آلمان دي هم د مهاجرو له پاره ورځنی حداکثر شمېر وټاکي

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

اُتريش هغه نيوکي رد کړي دي چي پر دغه هيواد د مهاجرو د شمېر د محدودولو له کبله سوي وې. دغه هيواد اوس له آلمان څخه هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1I0ft
انځور: picture-alliance/dpa/H. Punz

د اُتريش پر هيواد د هغه وروسته نيوکي وسوې، کله چي يې اعلان وکړ چي د دې وروسته په يوه ورځ کي تر ۸۰ زياتي د پناه غوښتنې ونه مني. اوس دغه هيواد پر آلمان هم ږغ کړی چي د ورتلونکو پناه غوښتونکو د شمېر کمولو به خاطر دي ورته يو اقدام وکړي.

د اُتريش لومړي وزير وېرنر فېمن د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۲۳مه نېټه) د آلماني سیاستوالو هغه تور رد کړ، چي ګواکي اُتریش هره ورځ ۳۲۰۰ پناه غوښتونکو ته لاره ورکوي چي د اُتريش له لاري آلمان ته داخل سي. فېمن ويلي چي که آلمان وغواړي نو پخپله ټاکلای سي چي څو شمېر پناه غوښتونکو ته د ورداخيلېدو اجازه ورکوي.

فېمن و اسوشيېتد پريس ته ويلي چي که آلمان د ورتلونکو پناه غوښتونکو له پاره حداکثر شمېر ونه ټاکي او خپلي هڅي تر دې محدوده کړي چي د مهاجرو د بحران په ترڅ کي ټوله اتکا پر ترکيه وکړي، نو دی بيا هم ورته احترام لري. د هغه په وينا اروپايي اتحاديه هم بايد د اُتریش و تګلاري ته احترام ولري.

د اُتریش حکومت د ورځي د ۸۰ پناه غوښتنو د منلو د پولي ټاکلو تر څنګ ويلي چي د ورځي به ۳۲۰۰ پناه غوښتونکي و آلمان ته پرېږدي. د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير پر دغه پلان سختي نيوکي کړي وې او اُتریش ته يې د عواقبو خبرداری ورکړی ؤ. ديميزير ويلي ول چي د ۳۲۰۰ شمېره «ډېره لويه» ده. د دې تر څنګ اُتريش د بالکان هيوادونو سره په همکاري غواړي چي د يونان سره پوله ټينګه کړي چي په دې توګه د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر کم کړي.