ايران له تاجکستان څخه بريښنا واردوي
۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبهمجيد نامجو ددغي پروژې پر مالي اړخ نه دئ ږغېدلی، خو ويلي ئې دي، چي موږ يوه داسي پروژه ترلاس لاندي لرو، چي هغه له تاجکستان څخه د افغانستان له لاري د بريښنا لېږد دئ:
«ددې له پاره بايد په افغانستان کي د بريښنا د لېږد يو خط جوړسي او د درو سرو هيوادونو موافقه ترلاسه سي، چي زما په فکر دا کار ډير اسانه دئ.»
د نامجو په خبره، که دغه پروژه بشپړه سي، اړوند هيوادونه به په تاجکستان کي توليدېدونکې برېښنا په ډيره کښته بيه تر لاسه کړي، او د تاجکستان له پاره به د برېښنا بازار پيدا سي.
د ژمي په موسم کي په خپله په تاجکستان کي د برېښنا کمی وي، ځکه چي په دغه هيواد کي ټوله توليدېدونکې برېښنا په هغو اوبو پوري اړه لري، چي د غرونو له شېلو څخه راوزي.
اوس مهال تاجکستان يوازي افغانستان او يو لږ قرغزستان ته د بريښنا صادرات لري.
د ايران د انرژۍ وزير مجيد نامجو يوه مياشت مخکي ويلي ول، چي ايران په پلان کي لري، چي له تاجکستان څخه چي تقريباً د ټولي مرکزي اسياه د اوبو دوه پر دريمه برخه منابع لري، هر کال تر يوه ميليارده مترمکعبه پوري د چيښلو اوبه د افغانستان له لاري را واردي کړي.
«ددې په بدل کي به له تاجکستان سره د نفتو مرسته کيږي او دغه راز کيدای سي، چي په دغه هيواد کي د نفتو د تصفيې يوه فابريکه جوړه سي.»
دواړه اړخونه دغه راز د افغانستان له لاري د يوې لويي ترانسپورتي لاري پر جوړولو باندي هم خبري کوي. په دې اړه د افغانستان، تاجکستان او ايران ولسمشرانو د روان کال د مارچ په مياشت کي يو هوکړه لیک هم لاسليک کړ.
دغه درې سره گاونډي هيوادونه دغه راز په پلان کي لري، چي د اورگاډی د پټلۍ په واسطه هم يو له بله سره وتړل سي او د شمال خواته له قرغزستان او د افغانستان د ختيځ خواته له چين سره هم پټلۍ وغځوي.
خو تر اوسه پوري له دغو پروژو څخه د يوې هم عملي کار نه دئ پيل سوی او نه ئې هم د تقريبي مالي لگښت په اړه څه ويل سوي دي.
کارپوهان په دې باور دي، چي ددې پروژو د ځنډ عامل په افغانستان کي نا امني او د ايران د اټومي پروگرام لانجه ده، چي د لوېديځ له خوا ورباندي ډير بنديزونه لگول سوي دي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش