1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: له امریکا او روسيې سره خبري کوو

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۸, یکشنبه

تر اوسه پوري د ايران د لانجمن اټومي پروگرام پر سر يوازي په ۵+۱ غونډو کي خبري کېدلې. خو اوس تهران اعلان کړی دی چي غواړي په دې اړه له مسکو او واشنگټن سره دوې اړخيزي غونډي پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1CETe
Iran - Präsident Rohani
انځور: Fars

د ايران او امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارتونو ويلي دي چي ايران په يوه تعجب گام اخيستلو سره اعلان کړی دی چي غواړي له روسيې او امريکا متحده ايالاتونو سره دوې اړخيزي خبري اتري پيل کړي.

ويل سوي دي چي له امريکا متحده ايالاتو سره به خبري اتري د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کي په ژنيو کي تر سره سي. او تر هغه وروسته به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په روم کي له روسي ديپلوماتانو سره غونډه وسي.

دغه دوې اړخيزي خبري اتري د ايران د لانجمن اټومي پروگرام پر سره د ملگرو ملتونو د ويټو حق لرونکو هيوادونو يعنی امريکامتحده ايالات، بريتانيا، فرانسه، روسيه او چين او جمعه آلمان د غونډي ترمخه کيږي.

د ايران د ايرنا خبري آژانس له خوا په خپره سوې بيانيه کي راغلي دي چي تهران اميداوره دی چي د جون مياشتي له ۱۶ څخه تر ۲۰ پوري په وين کي په اصطلاح له ۵+۱ هيوادونو سره تر غونډي دمخه د دغو هيوادونو له اعضاوو سره دوې اړخيزي غونډي تر سره کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه استازي له ايران سره غونډي تائيد کړي دي. د هغه د معلوماتو له مخي له ايران سره په خبرو اترو کي به د امريکايي ديپلوماتانو مشري د دغه هیواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليام برنز او د هسته يي پروگرام پر سره خبرو اترو کي مرکچي وندی شرمن کوي.

دا لومړی وار دی چي د ايران د اټومي پروگرام پر سره خبري اتري د۵+۱ تر چوکاټ دباندي ترسره کيږي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي دغه خبري اتري به د اټومي پروگرام پر سره راتلونکو خبرو ته امادگي وي. د می په مياشت کي ترسره سوو خبرو اترو کي کوم پرمختگ نه وو سوی.

تمه کيږي چي د ايران د اټومي پروگرام پر سر خبري اتري به دغه له څو کلونو راهيسي شخړه ييزه موضوع حل و فصل کړي. د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د می مياشتي په پای کي دې موافقې ته ورسېد چي د جولای مياشتي ترپايه پوري دغه خبري اتري پای ته ورسوي.

دغه خبري اتري د يوه موقتي توافق له مخي تر سره کيږي چي تيرکال په نومبر مياشتي کي سوی وو او د روان کال د جولای مياشتي تر ۲۰ نېټې پوري اعتبار لري. ايران په دغه قراداد کي خپل ځان مکلف گڼلی دی چي پر دوی باندي د بنديزونو په ليري کولو سره به د خپل اټومي پروگرام پراختيا ودروي.