1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د سي آی اې شکمن جاسوس اعدام کړی

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

د ايران او متحده آيالاتو تر منځ وضعيت ډېر ترينګلی دی. اوس ايراني رسنيو د يوه ايراني مامور د اعدامولو خبر ورکړی چې ښايي د سي آی ای له پاره يې کار کړی وي.

https://p.dw.com/p/3Kvgz
Rajai Shahr Gefängnis im Iran
د «رجايي شهر» زندانانځور: Tasnim

اعدام شوی کس د ايران تبعه او په تهران کې د دفاع د وزارت د هوايي او فضايي چلند د ادارې کارکوونکی وو. دغه خبر د ايران نيمه رسمي خبري اژانس ايسنا د پوځ په حواله ورکړی دی. په خبره يې نوموړي اعتراف کړی دی چې د پيسو په بدل کې يې د سي آی ای له پاره جاسوسي کړې ده.

د ايران د دولتي رسنۍ ايريب د ويبپاڼې د يوه راپور له مخې دغه سړی او مېرمن يې په ۲۰۱۰ کال کې لا د جاسوسۍ په تور نيول شوي ول. د کلونو اوږدو پلټنو وروسته يوې پوځي محکمې دغه سړی په اعدام محکوم کړی وو. د تازه رپوټونو په حواله نوموړی د ايران د سترې محکمې له خوا د حکم تر تائيد وروسته د اوونۍ په پيل کې د کرج ښار د رجايي شهر په زندان کې په دار ځړول شوی دی. د هغه مېرمن په ۱۵ کاله بند محکومه شوې ده.

د جاسوسۍ دغه پېښه د ايسنا خبري اژانس په حواله د دفاع وزارت د استخباراتو له خوا کشف شوې وه. داسې ويل کيږي چې د دغه سړي په کور کې اسناد او د جاسوسۍ ابزار موندل شوي.

د جاسوسۍ د يوې شبکې د کشف راپور

يو څو ورځې مخکې ايران د امريکا له استخباراتي څانګې سي آی اې سره په اربتاط ښايي د جاسوسۍ يوه شبکه کشف کړې او څو تنه جاسوسان نيولي وي. دغه خبر د ايرنا خبري اژانس د استخباراتو د يوه کارکوونکي په حواله ورکړی وو، بې له دې چې دقيق معلومات خپاره کړي. د امريکا متحده آيالاتو او ايران تر منځ اړيکې دا مهال ډېرې ترينګلې دي.     

ust/se (dpa, afp, ap, rtr)/ns/gp