ايران د سوريې په کنفرانس کي ګډون کوي
۱۳۹۲ دی ۳۰, دوشنبهد ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، په نيويارک کي ويلي دي چي ايران ته له هغه وروسته بلنليک ولېږل سو، چي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د کنفرانس ملاتړ اعلان کړ.
بان کي مون وويل چي په تيرو څو ورځو کي يې د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره خبري کړي دي او باور لري چي تهران د ژنيو د لومړي کنفرانس د پايلامو چي په ۲۰۱۳ کال کي ترسره سوی وو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: «ښاغلی ظريف او زه هم نظره وو چي د دغو خبرو اترو موخه، د يوه انتقالي دولت چي دواړو اړخونو ته د منلو وړ وي جوړول دي، ځکه نو د ايران د بهرنیو چارو وزير ژمن سو چي ايران په مونترو کي يو رغنده او مثبت نقش ولوبوي.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په خبره، هغه پريکړه کړې ده چي د کوربه په توګه ايران دغه کنفرانس ته راوبلي: «ايران بايد د سيمي د يوه مهم هيواد په توګه په دغه کنفرانس کي ګډون ولري.» بان کي مون زیاته کړه چي تمه کيږي ايران به ډېر ژر د هغه بلني ته جواب ووايي.
بې له ايرانه د ژنيو دوهم کنفرانس ته ۹ نورو هيوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړه سوې ده. هالند، جنوبي کوريا، بحرين، استراليا، مکسيکو، يونان، بلجيم، لوکزامبورګ او واتيکان هغه هيوادونه دي چي تازه په دغه کنفرانس کي د ګډون بلنه ورکړه سوې ده. د دې ترمخه ۳۰ هيوادونو ته بلنليکونه لېږل سوي ول.
د رواني جنورۍ مياشتي پر ۲۲ نېټه د سويس په مونترو کي د وربلل سوو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه ترسره کيږي. تر دې دوې ورځي وروسته يعنی پر ۲۴ نېټه چي د جمعې ورځ کيږي، د سوريې د دولت استازي او د هغوی د يو شمېر مخالفو ډلو استازي به چي په کنفرانس کي يې ګډون کړی دی يو له بل سره خبري وکړي.
د مخالفانو له خوا د کنفرانس د تحريم ګواښ
د سوريې د سولي کنفرانس ته د ايران د ور بللو له اعلان سره سم، د سوريې د دولت مخالفانو اعلان کړی دی چي دغو خبرو اترو ته به حاضر نه سي، مګر دا چي د ايران بلنه بيرته ځنی واخيستل سي.
د سوريې د اپوزيسيون د يوې اصلي ډلي «د سوريې ملي ايتلاف» چي په تبعيد کي ده يوه وياند لوی صافی، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۰) د تويتر له لاري ويلي دي چي د ايران د حضور په صورت کي به دغه ډله د ژنيو په دوهم کنفرانس کي ګډون نه وکړي. د سوريې ملي ايتلاف د بشارالاسد رژيم يو تر ټولو ستره مخالفه ډله بلل کيږي. دغي ډلي د شنبې په ورځ د ژنيو په کنفرانس کي د ګډون کولو اعلان کړی وو.
د ايران له بلني سره د امريکا مشروطه موافقه
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي جن پساکي، ويلي ايران په هغه صورت کي کولای سي په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي چي د ژنيو د لومړي کنفرانس د پريکړو ملاتړ وکړي. د ژنيو په لومړي کنفرانس کي د بشرالاسد د ليري کولو وړانديز سوی وو.
د هغې په خبره که ايران علني او په بشپړه توګه د ژنيو د لومړي کنفرانس پايلامې ونه مني، بلنه يې بايد بيرته ځني واخيستل سي.
د دې خبرو په غبرګون کي د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي هيواد يې ليواله دی چي په دغه کنفرانس کي حضور ولري. خو په هغه کي د ګډون له پاره به هيڅ شرط و نه مني او په دغه کنفرانس کي د ګډون له پاره به هلي ځلي هم و نه کړي.