1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا له انساني مغزو د معلوماتو غلا ممکنه ده؟

۱۳۹۵ اسفند ۷, شنبه

هکران به ښايي د انسان پر مغزو باندې نفوذ وکړي. له دې لارې ښايي ممکنه شي چې د انسان باورونه او افکار د برېښنايي سيګنالونو د لوستلو له لارې په ډاګه شي.

https://p.dw.com/p/2YFCC
Alzheimer (Symbolbild)
انځور: Colourbox

هک د خپل تکامل په بهير کې د تليفون له اورېدلو څخه نيولې بيا په شبکو کې د نفوذ کولو او ځيرکو تليفونونو تر ځايه رسېدلی دی چې يو بل اوښتون يې لا په مخکې دی: يعنې دا چې هکران به د انسان پر مغزو باندې نفوذ وکړي. له دې لارې ښايي ممکنه شي چې د انسان باورونه او افکار د برېښنايي سيګنالونو د لوستلو له لارې په ډاګه شي.

د انسان پر مغزو باندې نفوذ کول ښايي تر هغه آسانه وي چې ډېري وکړي يې تصور کولای شي. ماغزه د انسان ذهن او جسم ته د قوماندې ورکولو اصلي مرکز دی. د آرس تکنيکا د رپوټ له مخې د واشنګټن د پوهنتون څېړونکې، تامارا بوناچي، د يوې ساده تجربې له مخې ښودلې ده چې هکران کولای شي، په داسې حال کې چې تاسو يوې کمپيوټري لوبې ته کښېنوي، ستاسو د ژوند ډېرو داسې خصوصي اطلاعاتو ته لاسرسی پيدا کړي چې کېدای شي تاسو ورته ډېر حيران شئ.

د عصبي غبرګونونو راټولونه

د مغزو د هک کولو له پاره د پردې تر شا د يوه شخص د هغو عصبي غبرګونونو راټولونه پکار ده کوم چې هغه د باندنيو خوځښتونو او تحرکاتو په وړاندې يې ښېي. دغسې غبرګونونه په اتوماتيک او غير شعوري توګه صورت نيسي.

د هغو ثبتېدل او په تصويرونو کې راتګ نفوذګرانو ته د دې امکان ورکوي چې تحليل يې کړي او د اړونده شخص په هکله ډېر څه زده کړي. د «فلېپي ويل» يا Flappy Whale په نوم ويډيويي لوبه چې تامارا بوناچي طراحي کړې ده، په ډېر دقت سره د ظاهراً بې اهميته خوځښتونو په وړاندې د خلکو غبرګونونه سنجوي، پکې د نورو شيانو تر څنګ د رستورانونو او موټرو نښانونه راغلي دي چې په چاپېريال کې تل ليدل کيږي. د دغو غبرګونونو د تجزيې او تحليل د لارې ممکنه ده چې د خلکو مذهبي ليدلوری او سياسي لېوالتيا په ډاګه شي يا حتی د بدن او اروا د روغتيا وضعيت وڅېړل شي او درملنه يې وشي.

په ډېرې لږې اشتباه سره د دې وړاندوينه هم کېدای شي چې د کومو مسايلو په برخه کې خلک مخکې له مخکې قضاوتونه هم لري. مېرمن بوناچي په دې اړه آرس تکنيکا ته وويل: «زموږ په بدن کې توليد شوي برېښنايي سيګنالونه زموږ په اړه ډېر حساس اطلاعات رانغاړي، هغه شايد داسې اطلاعات وي چې نه غواړو هرومرو يې له نړۍ سره شريک کړو. مهمه دا ده چې موږ کېدای شي د دغو اطلاعاتو د کشفولو په درشل کې واوسو.»

په يو څو ميلي ثانيو کې

هغه آله چې تامارا بوناچي اختراع کړې ده اووه الکترودونه لري چې د سړي له سر سره وصل کيږي څو هره شېبه سيګنالونه واخلي او ويې څېړي. هغه غبرګون چې تاسو يې په يو څو ميلي ثانيو کې د يوه انځور په وړاندې ښيئ، هيڅ په شعوري ډول نه درک کيږي، خو ستاسو د شخصيت په هکله مهم معلومات په ځان کې رانغاړي.

څېړونکي وايي چې د وي آر (مجازي واقعيت) د ټکنالوژۍ په پرمختګ او پراختيا سره به ممکنه شي چې د ديجيتالې دنيا په ډګر کې يو بل ستر انتقلاب راوستل شي. دا به هغه دنيا وي چې انسانان به پکې په غير شعوري توګه د خپل ځان په اړه له خپل چاپېريال سره تر ټولو خصوصي او دننني معلومات شريکوي. تامارا بوناچي وايي چې د انسان د مغزو برېښنايي سيګنالونه داسې حساس دي چې بايد د شبيړ شخصي اطلاعاتو په توګه درجه بندي شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
ايکسو مارس: په مريخ کې په ژوند پسې لټون