1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: روسيه او بلاروس دې د پاریس المپيک لوبو څخه وښکل شي

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

اوکراین د جمعې په ورځ يو کمپاین په لاره واچاوه چې غواړي روسيه او پوځي متحد يې بلاروس د پاریس د اوړي راتلونکي المپيا له لوبو څخه خارج کړي. د المپيک نړيوالې کميټې د کیف پر دغه اقدام خپګان ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4N677
Frankreich Paris 2017 | Olympische Ringe
انځور: Thomas Padilla/MAXPPP/picture alliance

کيف د جمعې په ورځ په دې ارتباط غونډه کې د بالتيکي او ټولو اروپايي حکومتونو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د المپيک نړېوالې کمېټې په ېوه اعلاميه کې ويلي دي چې «دا ډيره تاسفناکه ده چې سياستوال له لوبغاړو څخه ناوړه استفاده او له سپورټ څخه خپلو سياسي اهدافو ته د رسېدلو له پاره د ابزارو په توګه کار اخلي.»

د المپيک نړېواله کمېټه IOC، یوه پيشنهادي لاره رامخته کړې تر څو ېې له مخې د روسېې او بلاروس لوبغاړي چې اصلا په اوکراین کې له جګړې څخه مستقیم ملاتړ نه کوي، د پاریس په لوبو کې په بېطرفانه توګه ګډون وکړي. د آی او سې د دغو هڅو له پیل راهیسې کيف په تېرو لسو ورځو کې د هغو پر وړاندې خپلو مخالفتونو ته زور ورکړی دی.

زیلنسکي اروپايي اتحادیې ته ژر ورداخلیدل غواړي

د بشري حقونو د موافقتنامې پر اساس هيڅ لوبغاړی نه باید د خپل پاسپورت له مخې له تبعیض سره مخ شي. د المپیک کمېټه په دا ډول جنجالي مسايلو کې د خپلو اصولو او تاريخ له مخې استدلال کوي. دغه کميټه ټينګار کوي چې د ۲۰۶ هیوادونو د المپيک ټولې کمېټې مجبوره دي چې خپل لوبغاړي د المپيک لوبو ته واستوي.  

آلمانۍ وکيله او د ورزشي چارو کارپوهه، سيلفیا شينک، چې د المپیک نړېوالې کمېټې ته د بشري حقونو په برخه کې سلامشورې ورکوي وايي: «د المپيک په منشور کې داسې کوم څه نشته چې په کې راغلي وي که چېرته یو حکومت د ملګرو ملتونو خلاف يو جنګ پيلوي، نو بیا د المپيک کميټه ېې په تعويق کې حالت کې واچول شي.»

د اروپايي ټولني اواوکراين غونډه: په جگړه ځپلي سيمه کي بحثونه

د المپيک له لوبو سره تر ټولو ستر بایکاټ د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د مسکو د ۱۹۸۰ کال المپيک سره وشو. هغه وخت له ۶۰ څخه ډيرو ټيمونو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل سره په مخالفت کې مسکو ته د خپلو ورزشکارانو له لیږلو انکار وکړ.

د المپيک نړېوالې کمېتې پيشنهادي طرحه دا ده چې د روسېې او بلاروس لوبغاړي د پاریس په لوبو کې له خپلو بېرغونو، ملي سرود او یا د ټيم د نړیوال نوم پرته په بېطرفانه توګه خپلې سیالۍ وکړي.

فرانسه ولې اوکراین ته خپل ټانکونه نه ورکوي؟

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي تيره اوونۍ وویل چې د ۲۰۲۴ کال په المپيک مسابقو کې د روسي ورزشکارانو د ګډون د مخنيوي له پاره یو نړیوال کمپاين په لاره اچوي. هغه دغه خبره وروسته له هغې وکړه چې د سپورت وزير ېې وویل چې دوی به د فرانسې له لوبو سره بایکاټ وکړي که چېرته روسي او بلاروسي ورزشکاران په کې برخه واخلي.

 (AP)mks/mns/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب