1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکرایني بیلتون غوښتونکو څارونکي آزاد کړل

مسعود جهش (Reuters, AP, AFP, dpa)۱۳۹۳ تیر ۸, یکشنبه

د اوکراین روسي پلوو بیلتون غوښتوونکو «د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان» یا (OSCE) وروستي څارونکي هم آزاد کړي دي. د دغو څارونکو آزادیدل د اروپايي ټولنې د جمعې د ورځې غونډې یوه اساسي غوښتنه وه.

https://p.dw.com/p/1CSD4
انځور: Dimitar Dilkoff/AFP/Getty Images

«د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان» د شنبې په ورځ اعلان ورکړ چې څلور نور څارونکي یې هم له روسي پلوو بیلتون غوښتونکو سره تر یوې میاشتې بند وروسته آزاد شوي دي. دغه کسان په اوکراین کې پر یوه ځانگړي څارنیز ماموریت بوخت ول چې د بیلتون غوښتونکو له خوا ونیول شول.

د دې سازمان مشر جنرال لامبیرتو زانیر، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د اروپا د امنیت او همکاري سازمان کورنۍ د خپلو څارونکو د آزادیدو چې ډیر ورته انتظار کیده، هرکلی کوي.» په بیانیه کې زیاته شوي دي: «هغوی د اوکراین د تاریخ په یوه سخت وخت کې دې ته چمتو شول چې له دې هیواد سره مرسته وکړي. موږ د هغوی پر همکاري باند ویاړو. په عین حال کې موږ د هغوی د جرات ستاینه کوو چې په سختو شرایطو کې یې کار کړی دی.»

د پنجشنبې په ورځ ناوخته د «د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان» ۳۲ تنه څارونکي د دونیتڅک په ښار کې آزاد شوي دي. د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې په یوې غونډه کې اروپايي چارواکو غوښتنه کړې وه چې بیلتون غوښتونکي دې ټول برمته نیول شوي کسان آزاد کړي.

د بیلتون غوښتونکو یوه مشر الکسندر برودای، د شنبې په ورځ د انترفاکس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ له اوکرایني اړخ څخه مخکې خپل مسوولیت سر ته رسولی دی. اته واړه څارونکي آزاد شوي دي.»

اوربند وغوځول شو

نړیوال څارونکي یوه وروځ وروسته تر هغه آزاد شول چې د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو، اعلان وکړ چې په دې هیواد کې به د دولتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو تر منځ اوربند وغځوي.

په اوکراین کې د اوربند پر غځیدو سربیره هم درې دولتي سرتیري د سویانسک ښار ته نزدې د شنبې په ورځ په نښتو کې ووژل شول.

د اوکراین د پوځ یوه ویاند د انترفاکس خبري آژانس ته ویلي دي: «په سویانسک کې د ځواکونو پر یوې پوستې باندې ډزې شوې دي چې په پایله کې یې درې اوکرایني ځواکونه وژل شوي دي و یو بل ټپي دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب