اووه تنه انگلیسي سرتیري د قتل په تور ونیول شول
۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعه
د بریتانیا د دفاع وزارت ویاند رسنیو ته ویلي دي: «پېښه له یوه یاغي سره تر جگړې وروسته رامنځ ته شوې وه. په پېښه ملکي کې کسان ښکیل نه ول.»
هغه زیاته کړه چې د انگلستان پوځي محکمه کیدای شي چې دغه پېښه وڅیړي. دغه پوځیان د پنجشنبې په ورځ نیول شوي دي.
په همدې حال کې افغان حکومت هم د انگلستان د دولت د دغه قدام هرکلی کړی دئ. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي، د جمعې په ورځ وویل: «دا یو ښه اقدام دئ چې کولای شي په افغانستان کې د تلفاتو مخه ونیسي، په خاص ډول د ملکي تلفاتو.»
په همدې حال کې د بریتانیا پوځي چارواکو ویلي دي چې دغه احتمالي قتل په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په هلمند ولایت کې رامنځ ته شوی دئ. ویل کیږي چې دا لومړی ځل دئ چې په افغانستان کې میشت بریتانیاوي سرتیري د قتل په تور نیول کیږي.
تورن کسان اوس په یوه امن ځای کې ساتل کیږي. BBC ویلي دي چې له تورونو کسانو څخه به وروسته پوښتنې وشي او دا چې د هغوی دوسیه به پوځي محکمه وڅیړي.
د پوځي چارو کارپوه او په لندن کې د یوه پوځي څیړنیز انستیتوت غړي مایکل کلارک، ویلي دي چې د دغو کسانو نیول د بریتانیا د پوځ له پاره له شرمه ډکه خبره ده. خو د انگلستان د دفاع وزارت ویلي دي چې د دغو کسانو نیول د دې معنی لري چې بریتانياوي سرتیري باید د خپل هیواد د ارزښتونو په پام کې نیولو سره دنده تر سره کړي.
مسعود جهش (د المان خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش