اولاند په سوريې کښي نور پوځي عمليات نه ردوي
۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبهاعلان
په سوریې کښي تر يوې عام وژنې وروسته چي پکښي تر ۱۰۰ زیات انسانان وژل سوي دي، د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند، په سوريې کښي نور نظامي عمليات نه ردوي.
اولاند په پاريس کښي وويل چي د دې کار تر سره کولو له پاره باید د ملگرو ملتونو اجازه تر لاسه شي. اوس بايد چين او روسيې ته هم قناعت ورکړل سي.
په سوریې کښي د عام وژنې پر وړاندې د احتجاج په توگه، ډيرو غربي هيوادونو چې پکښې المان، فرانسه، انګلستان، استرليا او امريکا شامل دي له سوریې څخه خپل سفيران راغوښتي دي.