اوس بیا ماریا توپان، توپان ځپلې سیمې ګواښي
۱۳۹۶ شهریور ۲۸, سهشنبهد دوشنبې په ورځ ناوخته د ماریا توپان په ساعت کې له۲۶۰ کلیو متره سرعت لرونکو بادونو سره د دومینکا پر ټاپو تیر شو. د توپان له کبله د ځمکې ښویدو پیښې رامنځ ته شوي او کورونه ویجاړ شوي دي.
د امریکا متحدو ایالاتو د توپانونو مرکز ویلي دي، تمه کیږي چې دغه توپان به د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د پورتوریکو او د امریکا او بریتانیا وریرجن ټاپوګانو پر لور حرکت وکړي.
دې مرکز زیاته کړې ده: «ماریا د لویدیځ-شمال لویدیځ پر لور په ساعت کې په نزدې نهه مایله سرعت لرلو سره حرکت کوي. تمه کیږي چې توپان به د چهارشنبې ورځې تر پایه پورې هم دغه سرعت ولري.»
په پورتو ریکو، کولیبرا او فیکویس کې د چارواکو له خوا خبردارۍ ورکړل شوی دي. خو د فرانسې د ټاپو مارتینیک، اوسیدونکو ته امر شوی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. له دې سره نو ښايي د کرابین د ختیځو ټاپوګانو ډیری اوسیدونکي په داسې حال کې چې تر اوسه هم د ایرما توپان له زیانونو خلاص شوي نه دي، له یوه بل ناورین سره مخامخ شي.
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په سیمه کې په خپل هیواد پوري تړلو ټاپوګانو کې بېړنۍ حالت اعلان کړی دی او د امریکا د بېړنيو مرستونو فدرالې ادارې ته یې امر کړی دی چې په سیمه کې خپلې چاري همغږې کړي.
د امریکا د توپانونو مرکز ویلي دي چې د ماریا توپان کیدای شي خطرناکه بادونه او ویجاړوونکې څپې رامنځ ته کړي چې له کبله به یې د اوبو سطحه تر ۲،۷ مترو پوري لوړه شي. دغه ډول شرایط کیدای شي داسې سیلابونه رامنځ ته کړي چې د ځايي اوسیدونکو ژوند ګواښي او له کبله یې د ځمکې ښویدو پیښې رامنځ ته کیږي.
د دومینیکن جمهوري ولسمشر دنیلو میدینا، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې خپله وینا لغو کړه او د دوشنبې په ورځ یې بیرته خپل هیواد ته سفر وکړ چې د توپان تر رسیدو مخکې امنیتي تدابیر همغږي کړي.
په دومینیکا کې سیلابونه او د ځمکې ښویدو پیښې
د ماریا توپان تر رسیدو وروسته، د دومینیکا د برخليک په اړه معلومات په لاس کې نه شته، خو د دې هیواد لومړې وزیر ریزوویلت سکیرت، پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپور شوي پیغام کې لیکلي دي چې توپان یې د کور چت الوزولی دی او اوس یې کور ته اوبه ننوتي دي.
هغه لیکلي ول: «زه نو اوس د توپان په لاس کې یم. کور ته اوبه راننوتې.»
تر دې پیغام وروسته هغه بیا ولیکل چې ژغورل شوی دی. د ماریا توپان د بریتانیا په دې پخوانۍ مستعمره کې د ځمکه ښویدو پیښې رامنځ ته کړي دي.