اوسلو: چاودني دولتي ودانیو ته زیان رسولی
۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعهد دغي پيښي په اړه لا تر اوسه پوری زیات جزییات نه دي بربڼډ شوي خو هغه انځورونه چی د پیښی له سیمي څخه د ناروي په ټلویزیون کي ښودل شوي ښیي چي د ناروي د لومړي وزیر د کار دفتر او نورو ودانیو ته زیان رسیدلی.
په دغو انځورونو کي همداراز ښودل شوي چي د پیښی په سیمي کي ماتي شیشي پرتي دي او د سیمي څخه لوګی پورته کیږي.
ویل کیږي چي د ناروي لومړۍ وزیر د پیښی پر مهال د خپل د کار په دفتر کي نه وه. د پیښي څخه وروسته پولیسو د پیښي سیمه محاصره کړي ده.
د ناروي دوه وزیرانو ویلي چي د دغه هیواد لومړۍ وزیر د پیښی پر مهال د خپل د کار په دفتر کي نه وه او د دي خبري پخلی یي کړي چي هغه ته په دغي چاودني کي زیان نه دی رسیدلی. د لومړي وزیر د نه ژوبلیدو خبره رسنیو هم کړي ده.
د پیښی عینی شاهدانو ویلي چي چاودنه ډیره پیاوړي وه او د پيښی څخه وروسته، په چاودني کي ټپي شوي کسان هم لیدل شوي دي. د پیښی د مرګ ژوبلي په اړه لا دقیق معلومات په لاس کي نه شته.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم