اورښتونو د غور «منار جام» د چپه کیدو ګواښ رامنځ ته کړی
۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبهد افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې څخه په شپږو کې یې له پنجشنبې ورځې راهیسې بارانونه وري چې له کبله یې ډیر شمیر کسان د سیلابونو له ګواښ سره مخامخ شوي.
دغو بارانونو اوس د غور «منار جام» ته هم ګواښ رامنځ ته کړی دی. په غور ولایت کې دغه ۸۰۰ کلن ۶۵ متره لوړ منار د یونیسکو له خوا هم د نړیوال تاریخي میراث په توګه پیژندل شوی دی.
د غور ولایت ویاند عبدالحی خاطبي، د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي: «اوبو منار محاصره کړی دی. موږ شاوخوا ۳۰۰ ځايي اوسیدونکي ګومارلي دي چې د اوبو مسیر بدل کړي.»
هغه زیاته کړه: «اوس یو پلاوی ټاکل شوی دی چې غور ولایت ته راشي او داسې بیړني تدابیر ونیسي چې په پایله کې یې له خلکو سره د منار په ژغورلو کې مرسته وشي.»
یونیسکو د دې موضوع په اړه د فرانسې خبري آژانس پر اړیکه سربیره هم له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده. دغه منار په یوې لیرې پرتې سیمې کې موقعیت لري چې په کې د طالبانو نفوذ ډیر دی.
منار جام، د نړۍ دویم تر ټولو لوړ منار دی چې په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې لومړی ځاي وو چې د یونیسکو له خوا د تاریخي میراث په توګه په رسمیت وپیژندل شو.
(ms/ks (afp