1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوربان: د ليبرال ديموکراسۍ دوران پای ته رسدلی دی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د هنګري لومړي وزير د خپلي نوي کاري دورې د پیل په مراسمو کې وويل چې د ليبرال ديموکراسۍ وخت پای ته رسېدلی. دی ويکتور اوربان په اروپا کې د مهاجرت او پناه غوښتنې پر وړاندې د سخت سياست په لرلو شهرت لري.

https://p.dw.com/p/2xXpz
Ungarn Viktor Orbans Amtsantritt
انځور: Getty Images/AFP/A. Kisbenedek

ويکتور اوربان د پنجشنبه په ورځ د هنګري د لمړي وزير په توګه د څلورم ځل له پاره د خپل کار د پيل په مراسمو کې وويل چې نور د ليبرال ديموکراسۍ دوران پاي ته رسيدلی دی. هغه په پلازمينه بوداپست کې وويل: «موږ د ليبرال ديموکراسۍ ماته کښتۍ د ۲۱مې پيړۍ له مسيحي ديموکراسۍ سره بدله کړه، کومه چې د خلکو د آزادۍ او امنيت تضمين کوي.»

د هنګري لمړي وزير وويل چې [مسيحي ديموکراسي] د يوې ښځې او نارينه څخه جوړې سنتي کورنۍ له ماډله ملاتړ کوي، د یهودي ضديت مخنيوي کوي او د پرمختګ له پاره فرصت برابروي.»

د هنګري دغه ښي اړخي رهبر له ۲۰۱۰م کال راهيسې واک په لاس کې لري. اوربان تر هغې مخکې له ۱۹۹۸ تر ۲۰۰۲ پورې هم د ختيځې اورپا د دغه هيواد لومړی وزير وو. ويکتور اوربان د واک طلبه حکمرانۍ په لرلو شهرت لري. هغه اروپايي اتحاديې ته په ځانګړې توګه د دغه اتحاديې د مهاجرت سياست ته د شک په سترګه ګوري.

د مهاجرت له موضوع سره اختلاف

اوربان په مارچ مياشت کې د هنګري په پارلمان کې د هیواد د ملي ورځې د لمانځنې پر وخت د وينا پر مهال تر هر څه وړاندې د مهاجرت پر موضوع تمرکز وکړ. اوربان هغه مهال وويل: «هر هغه څه چې د مهاجرت له موضوع سره تړلې وي، لويديځه اروپا يې په اړه لاس په لاس ږدې. په لويديځه اروپا کې به ځوانان وويني چې څنګه به په خپل هيواد کې په يوه اقليت بدل شي.»

«د هنګري پر پولو مهاجرو ماشومانو سره ناوړه چلند ترسره کيږي»

په هنګري کې د اربان پر ضد پراخې مظاهرې ترسره شوې

د هنګري ښی اړخي ناسيوناليست ائتلاف چې پر اوربان راچاپير دی، په دې بريالی شو چې د تيرې مياشتې په ټاکنو کې د پارلمان له ۱۹۹ څوکيو څخه ۱۳۳ وګټي. په دې ترتيب د هغه ګوند «فيدز» د دوه- دريمه برخه قانون جوړونکو په لرلو د دې امکان لري چې په اساسي قانون کې پرته له کوم خنډه بدلون رامنځ ته کړي.

Ungarn Viktor Orbans Amtsantritt
ويکتور اوربان د تحليف مراسمو د ادا کولو پر وختانځور: picture-alliance/AP Photo/T. Kovacs

په عين وخت کې د هنګري خبري آژانس (ام. تي. آي) د اوربان له قوله ليکي چې هغه د خپلې وينا پر مهال ژمن شو چې د «هنګري درې – دريمه (ټوله) برخه خلکو ته خدمت کوي.»

هنګري «اروپايي اتحاديې ته اړتيا لري»

 اوربان د پنجشنبې ورځي د وينا پر مهال اعتراف وکړ چې «هنګري اروپايي اتحاديې او اروپايي اتحاديه هنګري ته اړتيا لري.»

 خو د مهاجرت مسئله د دې لامل ګرځيدلې ده چې د اروپايي اتحادېې او هنګري تر منځ يو درځ رامنځته شي، په ځانګړي توګه دا چې هنګري د اروپايي اتحاديې د يو غړي په توګه د مهاجرو د سهميې پر اساس يو شمير مهاجر ومني. هنګري تر اوسه د مهاجرو له منلو څخه ډډه کړې ده.

له دې ټولو سره سره، اوربان له ټاکنو راهيسې څو اوونۍ له سترو مظاهرو سره هم مخامخ شوی دی. اعتراض کوونکي اوربان او د هغه عوام پاله ګوند «فيدز» په دې تورنوي چې دولتي رسنۍ يې په خپل واک کې لرلې او له هغو څخه يې په ټاکنو کې د خپلې بريا په موخه کار اخيستی دی. سربيره پر دې، اعتراض کوونکي د اوربان د انتخاباتي کمپايونو د لګښتونو پر سرچينو باندې بدګمانه دي او هغه يې تر سوال لاندې راوستلي دي.

د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: