اوباما په مخ کې لوی چلنجونه لري
۱۳۹۱ آبان ۱۸, پنجشنبهاعلان
ولسمشر بارک اوباما چې د دویم ځل له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی اوس په مخ کې ډیر لوی چلنجونه لري. د هغه پر وړاندې تر ټولو لوی چلنج د امریکا په کانګرس کې د «Fiscal Cliff» په اړه خبرې اترې دي.
د پلان له مخې به د راروان کال له جنوري میاشتې څخه په متحده ایالاتو کې د سپما پلانونه عملي شي چې په ترڅ کې به یې د مالیاتو کې لوړوالی او لګښتونو کې کموالی راشي. په دې ترتیب سره به نو له یوه تریلیون ډالرو ډیرې پیسې وسپمول شي. او اوباما له جمهوري غوښتونکو سره یوې موافقې ته و نه رسیږي نو امریکایان به بیا له ستونزو سره مخامخ شي.