اوباما په احتیاط سوریې ته ګواښ وکړ
۱۳۹۲ اردیبهشت ۷, شنبهدا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې امریکایي استخباراتي ادارو ویلي وو چې د دې امکان شته چې په سوریه کې دی کیمیاوي وسلې کارول شوې وي.
خو اوباما د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې ۲۶مه نیټه) وویل چې امریکا باید په ډیر احیتاط سره په عمل لاس پورې کړي. هغه زیاته کړه چې استخباراتي ادارې یې باید دا خبره معلومه کړي چې دغه کیمیاوی وسلې کله او په څه ډول کارول شوي دي. خو د اوباما په خبره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې معلومه شي ایا په سوریه کې دغه ډول وسلې کارول شوې هم دي او که نه.
تر دې مخکې اوباما د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته ګواښ کړی وو چې د کیمیاوي وسلو کارول به «له سرې کرښې تیریدل وي». هغه د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې امریکا او نړیواله ټولنه به په دې اړه يوه پراخه څیړنه په لاره واچوي چې ایا په سوریې کې دغه ډول وسلې کارول شوې دي او که نه.
خو داسې ښکاریدل چې اوباما د هغو استخباراتي معلوماتو له مخې چې اوس په لاس کې دي، په کوم لوی اقدام لاس پورې نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر چارواکو او د رسنیو په رپوټونو کې دا خبره شوې ده چې په سوریې کې کیمیاوي وسلې کارول شوې دي.
اوباما د اردن له پاچا شاه عبدالله دویم، سره د لیدو پر مهال وویل: «زه فکر کوم چې نه یوازې متحده ایالات بلکې ټوله نړیواله ټولنه به د دې اجازه ورنه کړي چې په سوریې کې د ملکي وګړو پر وړاندې په سیستماتیک ډول کیمیاوي وسلې وکارول شي.»
خو اوباما پر دې خبرې باندې ټینګار وکړ چې په دې اړه باید تر پوره څیړنو وروسته او په ډیر احتیاط سره په اقدام لاس پورې شي.
تر دې مخکې یوه امریکایي استخباراتي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي وو چې «تر دې مخکې هم داسې شوي چې د امریکايي استخباراتي ادارو د غلطو معلوماتو له مخې په پوځي اقدامونو لاس پورې شوی دی.»
دې چارواکي د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش له خوا پر عراق باندې د یرغل پلانولو ته اشاره وکړه چې ویل کیدل په دې هیواد کې د عام وژنې وسلې موجودې دي، خو دغه وسلې هیڅ کله هم و نه موندل شوې او په بدل کې یې ۴۵۰۰ امریکايي سرتیرو او په سلهاو زرو عراقیانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل.
له بلې خوا د بریتانیې لومړي وزیر دیوید کمرون، ویلي دي هغه شواهد چې ښيي اسد د خپلو خلکو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی، ډیر جدي دی.
په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې راهیسې کړکیچ ادامه لري چې د ملګرو ملتونو په خبره په کې تر اوسه تر ۷۰۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.
تر دې مخکې د سپینې ماڼې ویاند جې کارني، هم ویلي وو چې امریکا غواړي د دې په اړه دقیقې څیړنې وکړي، چې آيا سوریه په رښتیا هم له سرې کرښې تیره شوې او که نه. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اسخباراتي ادارو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د دې امکان شته چې د اسد رژیم دې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي.