اوباما پر ایران د سختو تحریمونو ملاتړ وکړ
۱۳۹۱ فروردین ۱۲, شنبهبارک اوباما د جمعې په ورځ وویل چې غواړي د ایران پر نفتو سخت تحریمونه وضع کړي. هغه زیاته کړه چې د نړۍ په مارکیټونو کې په کافي اندازه نفت موجود دي او له دې سره د دې امکان رامنَځ ته کیږي چې هیوادونه له ایران څخه نفت راوارد نه کړي.
اوباما په یوه بیانیه کې ویلي دي: «زه به شخصاً له نزدې څخه وضعیت وڅارم او ځان به په دې خبره ډاډه کړم چې په مارکيټونو کې دومره نفت موجود وې چې له ایران څخه د نه واردیدونکو نفتو تشه ډکه کړي.»
د دغو تحریمونو هدف د ایران مرکزي بانک تر لا ډیر فشار لاندي راوستل او ایران له خپل اتومي پروګرام څخه پر شا کول دي. د ایران مرکزي بانک د دغه هیواد د تیلو ډیري معاملې تنظیموي.
همکاري او جبر
پر ایران نوي تحریمونه به د امریکا د تحریمو د هغي طرحي له مخي وضع شي چې د تیر کال په ډسمبر میاشت کې جوړه شوې ده. د دې طرحي له مخي هغه پانګوال چې له ایران سره د تحریمونو تر وضع کېد وروسته د نفتو په برخه کې معامله وکړي له هغوی سره به جزایي چلند وشي.
د تحریمونو د مسودې یوه لیکونکي سناتور باب مندیز، ویلي دي چې امریکا به ټولو هغو هیوادونو ته چې لا تر اوسه پوري هم له ایران سره د نفتو په برخه کې معاملې لري یو لیک واستوي او هغوی ته به درې میاشتي وخت ورکړي چې له ایران سره د نفتو معاملې راکمي کړي او یا ئې هم ودروي.
د هغه په خبره دغه هیوادونه د ټاکل شوو درو میاشتو په ترڅ کې له ایران سره خپلي معاملې کمي نه کړي نو د هغوی پر مالي سازمانونو به هم تحریمونه وضع شي.
امریکا له هغو هیوادونو سره چې هڅه ئې کړې ده له ایران سره د نفتو معاملې راکمي کړي مرسته کوي او هڅه کوي چې دغه هیوادونه له تاوان څخه وژغوري.
اوباما ویلي دي چې په هغه صورت کې چې له ایران څخه د نفتو نه واردول په مارکيټونو کې کمښت رامنځ ته کړي نو د نفتو له ذخیرو څخه دي کار واخیستل شي.
امریکا به پر ایران د روان کال د جون د میاشتي پر ۲۸ نیټه نوي تحریمونه وضعه کړي. دا په داسي حال کې ده چې اروپا به دغه کار په راتلونکي جولای میاشت کې وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض