1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: نور به د متحدانو تليفونونه نه څارو

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۸, شنبه

بارک اوباما د خپلو متحدانو(دوست هیوادونو) د مشرانو د تليفونو د څارني د پای ته رسولو اعلان وکړ. پر دې سربیره هغه د امريکا وګړو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د ملي امنيت ادارې کارونه څارل کیږي.

https://p.dw.com/p/1At5D
USA PK Obama zur NSA-Affäre 17.1.2014
انځور: Reuters

اوباما د خپلي وینا پر مهال اعلان وکړ چې د دوستو هیوادونو د سیاستوالو څارني ته به د پای ټکی کښېښوول شي، خو که د ملي امنیت په برخه کې کومه ډیره مهمه موضوع وي نو په هغه صورت کې به جاسوسي وکړل شي.

اوباما د خپلې وینا پر مهال وویل:«د متحدو هیوادونو مشران باید په دې پوه وي چې که د یوې مسلې په هکله زه وغواړم د دوې رایه معلومه کړم، نو د دې پر ځای چې د هغوی څارنه وشي، زنګ ورته وهم او د تلیفون له لارې ترې پوښتنه کوم.»

د امریکايي چارواکو په حواله دغه پریکړه د لسونو هیوادونو د مشرانو په برخه کې صدق کوي او تر دې وروسته به د دوی څارنه نه کيږي.

اوباما د خپلو خبرو پر دوام وویل چې امریکايي استخباراتي ادارې به د یو شمیر نورو حکومتونو د ادارو په هکله د معلوماتو را ټولولو لړۍ جاري وساتي، چې د دې کار له پاره به بخښنه ونه غوښتل شي.

د اوباما له خوا دغه اعلان د امریکا د ملي امنيت استخباراتي ادارې د پخواني کارکوونکي ایدوارد سنودن له خوا د هغو افشاګريو په غبرګون کې رامنځته کیږي چې له مخې يي د یو شمیر هیوادونو د مشرانو تلیفوني پيغامونه څارل شوې ول. تر دغو بربنډونو وروسته د برلین او واشنګټن اړیکې هم خرابي شوي وې.

اوباما د دې تر څنګ چې د امریکا او نورو هیوادونو اتباعو ته ډاډ ورکړ چی په راتلوکې کي به د دغه هیواد د «ملي امنيت ادارې» کارونه وڅاري دا هم وویل چې په پراخه پیمانه به د خلکو د تلیفوني او انترنټي معلوماتو د را ټولو لړۍ روانه وي.

تر دې مخکي داسي یو وړاندیز هم شوی وو چې د خلکو معلومات به د «امریکا د ملي امنيت ادارې» پرځای د تلیفوني شرکتونو له خوا را ټولیږي او یوازي به په خاصو حالاتو کې دغه معلومات د محکمې تر اجازې وروسته «NSA» ته په اختیار کې ورکول کیږي، خو تر اوسه پوري معلومه نه ده چې دغه وړاندیز به عملي شي او که څرنګه؟

د اوباما د جمعې ورځې په وینا کې دا خبره هم څرګنده شوه چې په راتلونکې کې به د امریکا کانګرس د «NSA» په کارونو کې د اصلاحاتو راوستلو رول ولري.

آلمان د دغو اصلاحاتو هرکلی کړی دی

د آلمان حکومت د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د دغه هیواد د استخباراتي پروګرامونو په برخه کې د اصلاحاتو راوستلو هرکلی کړی دی. د برلین حکومت ویلې دي چې د آلمان په خاوره کې باید د قانون درناوی وشي.

د آلمان حکومتي ویاند شتیفن زاییبرت، د فرانسې خبري آژانس ته ویلې دي چې: « د «NSA» له خوا د پروګرامونو په هکله د معلوماتو تر بربنډیدو وروسته د آلمان ډير خلک د خپلو شخصي معلوماتو په برخه کې اندیښنه لري. آلمان د امریکا د دغه اعلان هرکلی کوي چې په راتلونکې کې به د خلکو شخصي معلومات او حقونه په پام کې نیول کیږي، په ځانګړي توګه د بهرنیانو.»
زاییبرټ زیاته کړه چې د برلین چارواکې به د امریکا د ولسمشر بیان په ډير دقت سره وڅاري.

د اوباما لومړی ګام

بله خوا ته د بشري حقونو سازمانونو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا اعلان شوي اصلاحات په دې برخه کې له(لومړي کوچني ګام) سره تعبیر وي. او د هغه هرکلی کوي.

د امریکا د«سول لبرټیز یونین» په نامه مدني ټولني مشر اینتهوني رومیرو، د بهرنیو هیوادونو د اتباعو د معلوماتو ساتنه مهمه بللې او د دې کار هرکلی يې کړی دی، خو د ولسمشر اوباما له خوا په پراخه پيمانه د امریکایانو د تیلفوني معلوماتو د را ټولو لړۍ جاري ساتل يې د اندیښنې وړ خبره بللې ده.