1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ۳۵ روسي ديپلوماتانو د اخراج لارښوونه کړې

۱۳۹۵ دی ۱۰, جمعه

د اوباما د لارښووني له مخي بايد ۳۵ روسي ديپلوماتان په ۷۲ ساعتونو کي له امريکا متحدو ايالاتو څخه ووځي. د سپيني ماڼۍ په خبره دا د روسيې له خوا د امريکا په انتخاباتو کي هکري بريدونو ته غبرگون وو.

https://p.dw.com/p/2V2kw
China Treffen Putin Obama
انځور: picture-alliance/Sputnik/A. Druzhinin

امريکا متحدو ايالاتو تر دې مخکي اعلان کړی وو چي روسي هکرانو د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي مداخله کړې او د امریکا د ديموکراتانو گوند د ايميلونو په هک کولو سره ئې انتخابات اغېزمن کړي.

د اوباما په خبره امریکا د روسيې پر وړاندي نور تدابير هم په پام کي لري چي اوس ئې د بربنډېدو وخت نه دئ.

د امريکا متحدو ايالاتو حکومت په دغه هيواد کي د دوو روسي نهادونو د تړلو لارښوونه هم کړې ده.

اوباما اعلان کړی دئ چي د حکومت چارواکي به ئې ډېر ژر د دغو اقداماتو په اړه يو بشپړ رپوټ کانگرس ته وړاندي کړي. ويل سوي دي چي په ياد راپور کي د روسيې د مخربو تلاښوونو په اړه مشخص جزئيات ورکړل سوي دي.

اوباما دغه تدابير پر روسيې باندي د بنديزونو په چوکاټ کي بللي او اعلان ئې کړی دئ چي سپينه ماڼۍ له هغه وروسته غبرگون ښيي چي په وارو وار ئې د روسيې حکومت ته د «سايبري يرغلونو» په اړه خبر تر غوږو ور تېر کړی وو.

د امريکا نوي انتخاب سوي ولسمشر دونالد ترمپ بيا د خپل گوند د نورو سياستوالو خلاف د امریکا په انتخاباتو کي د روسيې د مداخلې په اړه شک ښوولی. د سياسي چارو کارپوهانو په خبره، ترمپ کولای سي چي د خپلي کاري دورې په پيل سره پر روسيې باندي د امريکا بنديزونو لغو کړي.

نور مطالب: