اوباما د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دفاع وکړه
۱۳۹۲ خرداد ۳, جمعهولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد د ملي دفاع په پوهنتون کې د یوې اوږدې وینا په ترڅ کی هڅه وکړه چې د هغو ګواښونو تعریف له سره وکړي چې د هغه په خبره د ترهګرۍ له امله امریکا متحده ایالاتو ته متوجه دي. هغه وویل: «نه زه او نه هم بل هیڅ ولسمشر کولای شي چې د ترهګري د بشپړې ماتې ژمنه وکړي. خو هغه څه چې موږ یې کولای شو او باید یې وکړو، هغه د هغو شبکو له منځه وړل دي چی امریکا ته ګواښ رامنځ ته کوي.»
اوباما ټینگار وکړ چې د ترهگرو ډلو له پاره د خوندي ټاټوبونو یا پټنځایونو د رامنځ ته کیدو مخه باید ونیول شي. خو د متحده ایالاتو ولسمشر یادونه وکړه چې «دغه ټولې هڅې باید د هغو ارزښتونو، آزادیو او ایدیالو په رڼا کې وشي چې امریکا ورڅخه دفاع کوي.»
اوباما وویل چې د امریکا متحده ایالتو ولس اوس هم د ترهګري له ګواښونو سره مخامخ دی او دا ګواښونه له هغه څه څخه توپیر لري چې د ۲۰۰۱ کال په سپتمبر کې پېښ شول.
د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو دفاع
اوباما د بی پیلوټه الوتکو له بریدونو څخه دفاع وکړه او یادونه یې وکړه چې د دغې وسیلې په مرسته د «ترهګرو هدفي وژنې نه یوازې قانوني دي، بلکه اغیزمنې هم دي.» هغه په عین وخت کې اعتراف وکړ چې په دغو بریدونو کې یو شمیر ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله پیښیږي. خو اوباما ټینگار وکړ چې د دغو تلفاتو د راکمولو له پاره به پوره هڅې وکړي.
هغه وویل چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ترهکري پر ضد د جگړې یوه برخه ده. ولسمشر اوباما یادونه وکړه چې د بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو مخکې د «ولسي وګړو خوندي ساتل او د هغوی د مرګ ژوبلې مخنیوي په لومړیتوبونو کې راځي.» اوباما وویل: «دا هغه لوړ معیارونه دي چې موږ یې باید په پام کې ونیسو.»
اوباما روښانه کړه چې د امریکا متحده ایالاتو د ریاست جمهوري د چهارشنبې ورځې د پریکړې له مخې به د تر دې وروسته د دغه هیواد د دفاع وزارت د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو رهبري پر غاړه واخلي. له دې مخکې دغه ډول عملیات د متحده ایالاتو د بهرني استخباراتي ادارې CIA له خوا په لاره اچول کیدل. له بلې خوا د چهارشنبې په ورځ واشنګتن اعتراف وکړ چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې له امریکا څخه بهر څلور تنه امریکایي اتباع د بې پیلوته الوتکو د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.
د ګوانتانامو زندان
اوباما په دی وینا کې د ګوانتانامو د زندان د تړلو له پاره د هغه بن بست د ماتولو د هڅو ژمنه وکړه چې تر اوسه پورې د کانګرس له خوا رامنځ ته شوی دی. په پام کی ده چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ګوانتانامو د زندانیانو پر قضیو باندې د غور کولو په موخه یوه پوځي محکمه دایره کړي. اوباما وویل:« په اړینو حالاتو کې به موږ ترهګر په پوځي او عدلي محکمو کې محاکمه کړو.»
د رپوټونو له مخی په تیرو کلونو کې د بې پیلوته الوتکو د بریدونو په پایله کې د القاعدې یو شمیر مشران او قوماندانان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د کمولو په حال کې دي، ولسمشر اوباما په خپلې دغې وینا کې څرګنده کړه چې اوس د پالیسي د بدلون وخت رارسیدلی دی
اوباما وویل: «له افغانستان څخه بهر، باید موږ د نړیوالې ترهگرۍ پر ضد د جگړې په برخه کې خپلې هڅې نامحدودې تعریف نه کړو، بلکه باید دغه هڅې په پوره پوهې سره د داسې زور پالونکو افراطینو د شبکو د له مینځه وړلو په توگه تعریف شي چې امریکا ته ګواښ رامنځ ته کوي.»