1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان په اړه پريکړه ته تياری نيسي

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

ولسمشر اوباما به بالاخره دا خبره اعلان کړي، چي له افغانستان څخه د امنيت د انتقال د بهير په لومړي پړاو کي څومره پوځيان را باسي. کارپوهان وايي چي د 2012 کال د ټاکنو مخکي، دا د اوباما لپاره يوه ډيره حساسه پريکړه ده.

https://p.dw.com/p/11fy9
د امریکا د متحده ايالاتو مجمهوررئيس بارک اوباما
د امریکا د متحده ايالاتو مجمهوررئيس بارک اوباماانځور: dapd

ولسمشر اوباما بايد په لومړي سر کي د هغو 30000 اضافي پوځيانو د را ايستلو د څرنګوالي په اړه پريکړه وکړي، چي د 2009 کال د ډيسمبر په مياشت کي يې افغانستان ته استولي ول.

ځيني کارپوهان خو بيا وايي چي کيدای سي اوباما د امنيت د انتقال د بهير جزييات هم اعلان کړي. دا په دې معني چي، د افغانستان څخه تر 2014 کال پوري د ټولو امريکايي ځواکونو د ايستلو پلان جوړ کړي.

د دغه پلان د اعلان سره سم به اوباما کوښښ وکړي چي، امريکايان په دې خبره قانع کړي چي، افغانستان د ده لخوا د اضافي سرتيرو د استولو پريکړه يوه ښه پريکړه ؤ او دا چي دغو سرتيرو په افغانستان کي د د طالبانو په وړاندي پرمختګونه کړي دي.

د سپيني ماڼۍ چارواکي وايي کله چي اوباما د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړه نو ده د امريکايانو هغي جګړې ته پوځيان واستول چي د جورج بوش لخوا ورته ډير کم امکانات برابر سوي ول.

د سپيني ماڼۍ وياند، جي کارني، وايي چي په افغانستان کي د امريکايي پوځيانو له ډيريدو سره د دغه هيواد په جګړه کي ډير پرمختګ وسو.

«موږ د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لور ډير پرمختګ کړی، چي په دغو ټولو پرمختګونو کي مهم يې د اسامه بن لا دن وژنه ده. خو ددې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان پوله هم د القاعدې په وړاندي ډير پرمخګونه سوي دي.»

د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر پريکړه، د ولسمشر اوباما لپاره يوه ډيره مهمه پريکړه ده، ځکه چي پرده په سنا کي او دغه راز عامه فشارونه ډير سوي، چي امريکايي پوځيان دي له افغانستان څخه وباسي.

امريکايي پوځيان وايي چي اوباما بايد د امنيت د انتقال د بهير په لومړي پړاو کي له افغانستان څخه 5000 پوځيان وباسي خو ډيری امريکايي پياوړي چارواکي او سناتوران وايي چي له افغانستان څڅه بايد د امريکا ډير شمير سرتيري ژر تر ژره ووزي.

دغه ډله غواړي چي اوباما په يو وار د افغانستان څخه 15000 سرتيري بيرته امريکا ته وغواړي.

يوه ورځپاڼه ليکي چي، د ولسمشر اوباما سره په ليدنه کي، په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان، ديويد پيتريوس، ويلي چي، دی غواړي چي تر 2012 کال پوري انتظار وباسي ترڅو د پوځيانو د ايستلو په اړه يوه پريکړه و کړي.

د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چي افغان حکومت او امريکا د طالبانو سره د سولي کولو په موخه تماسونه نيولي.

هغه چارواکي چي غواړي د افغانستان څخه ډير شمير سرتيري په يو وار و نه وزي په دې اند دي چي طالبان به يوازي هغه وخت خبرو اترو ته غاړه کښېږدي، چي تر پوځي فشارلاندي وي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل