اوباما: د افغانستان ستراتيژي مو درسته ده
۱۳۹۲ دی ۲۴, سهشنبهاوباما د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنوري ۱۳) په واشنګټن کي د خپل پخواني دفاع وزير رابرت ګېټس د هغو خاطراتو په غبرګون کي چي د يوه کتاب په بڼه يې چاپ کړي دي وويل چي د افغانستان پوځي ستراتيژي درسته ده.
اوباما په سپينه ماڼۍ کي د اسپانيا د لومړي وزير ماريانو راخوی، سره تر ليدني کتني وروسته وويل چي د ۲۰۰۹مېلادي کال په وروستيو کي افغانستان ته د ۳۰۰۰۰ اضافي عسکرو لېږل او د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل «سمه ستراتيژي وه». هغه زياته کړه چي «موږ به دغه ستراتيژي تعقيب کړو.» تر اوسه لا په افغانستان کي ټول کارونه ترسره سوي نه دي.
د امريکايي رسنيو په حواله ګېټس په خپلو راټولو کړو خاطراتو کي چي «دنده: د جنګ د يوه وزير» په نوم د کتاب په بڼه چاپ سوي دي، ادعا سوې ده چي اوباما د پوځ د عمومي قوماندان په توګه په افغانستان کي پر خپله ستراتيژي باندي باور نه کوي او پر خپلو پوځي قوماندانانو باندي اعماد نه لري. د ګېټس د خاطراتو کتاب ته به سر له ننه په امريکا متحده ايالاتو کي خلک لاسرسی ولري.
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع پخواني وزير په دغه کتاب کي د اوباما پر مرستيال جوبايدن باندي هم سختي نيوکي کړي دي. بايدن «په تيرو څلورو لسيزو کي تقريباً په ټولو بهرني او امنيتي سياسي مسايلو کي تيروتني کړي دي.»
خوګېټس پر اوباما باندي په خپله نيوکه کي د تيروتني احساس کوي. هغه د دوشنبې په ورځ د امریکا له« NBC» تلويزيوني شبکې سره په خبرو کي شکايت کړی دی چي د ده له خبرو څخه نورو ګټه اخيستې ده. هغه وويل: «دغه کتاب تقريباً د ټولو سياسي اردوګاوو د استازو له خوا يرغمل سوی او د خپلو هدفونو له پاره يې ګټه ځني اخيستې ده.»
رابرت ګېټس له ۲۰۰۶ مېلادي کل څخه تر ۲۰۱۱ پوري د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير وو. دغه غير ګوندي سياستوال نو ځکه هم د دواړو جورج ډبليو بوشانو چي د جمهوريت غوښتونکو د ګوند ول او هم د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال چي د ديموکراتانو د ګوند دی دنده تر سره کړې ده.
ګېټس خپله دنده لومړی وار د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو استخباراتو په اداره (CIA) کي پيل کړه. هغه په دغه اداره کي ۲۷ کاله د شپږو بېلابېلو جمهور رييسانو په دورو کي خدمت کړی دی.
ګېټس له ۱۹۹۱ کاله تر ۱۹۹۳ مېلادي کاله پوري د «CIA» رييس وو.