اوباما خپل مرستيال و ټاکی
۱۳۸۷ شهریور ۳, یکشنبهبايدن چي پر بوش د نيوکه کونکي په توګه خاص شهرت لري، پر بارک اوباما باندي يې هم نيوکي کړي دي.
بارک اوباما ويلي وه چي، هغه به خپل د مرستيال په هکله لومړی خبري رسنۍ نه، بلکي خپل پلويان د اس ام اس د پيغام په توګه د موبايل ټيلفون د لاري خبر کړي. خو دا خبري رسنۍ وې چي پرون تر ټولو د مخه د اوباما د مرستيال د ټاکلو تصميم يې خپور کړی.
د اوباما په خوښه هغه سړی چي د اوباما مرستیال سي، جوی بايدن، نوميږي.که څه هم له دليور څخه دغه 65 کلن سناتور د اوباما،د سياست سره چي په واشنګټن کي د بدلون او نوي پيل د سياست ناري وهي چندان پلوي نه کوي،خو بايدن، چي په مسلک کي مدافع وکيل دی د 36 کلونو راهيسي د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د جرګې غړی دی.
بايدن د هغه توانمندۍ خاوند دی چي بارک اوباما، يې نه لري او هغه دا چي په بهرني سياست کي ډيره تجربه او ډيره غښتلې سياسي ژبه لري. بل هيڅ يوه سناتور د امريکا د متحده ايالاتو پر جمهور رييس بوش، باندي داسي نیوکه نده کړې لکه بایدن، چي کړې ده
بايد وايي:«بالاخره جرآت ولری او خپلي کابينې ته ووايه چي نور دغه مسخره سياست ته خاتمه ورکړي.»
دا هغه چيغي دي چي اوباما غواړي چي په راتلونکو اونيو کي د بايدن، څخه يې واوري. خو دا وار پر بوش نه، بلکي د هغه پر ملګري مک کين باندي.