1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بندیزونه باید روسیې ته واضح پیغام ولري»

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د امریکا متحده ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې د روسیې پر وړاندې نوي نړیوال بندیزونه باید دغه هیواد ته واضح پیغام ولري، تر څو په ختیځ اوکرایین کې خپلو «لمسونو» ته د پای ټکی کښیږدي.

https://p.dw.com/p/1Bp5w
انځور: MOHD RASFAN/AFP/Getty Images

بارک اوباما چې دا وخت آسیا ته په خپل سفر بوخت دی، په مالیزیا کې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اپریل میاشتې ۲۶مه) يوه خبري کنفرانس ته وویل: «زموږ له پاره مهمه ده چې نور گامونه واخلو تر څو روسیې ته دا پیغام واستوي چې په ختیځ اوکرایین کې د بې ثباتۍ فعالیتونو باید ودرول شي.»

اوباما دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د نړۍ اوو صنعتي هیوادونو چې «جي ۷» هم ورته ویل کيږي، ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به پر روسیې باندې نور بندیزونه ولگوي. «جي ۷» هیوادونه پر مسکو تور پورې کوي چې د ژنیو د تړون په هکله چې موخه یې په اوکرایین کې د ترینگلتیا راکمول دي، خپلې ژمنې نه عملي کوي.

په عین وخت کې د اوکرایین مؤقتي لومړي وزیر آرسیني ياڅینوک، ادعا کړې ده چې د جمعې په شپه روسي الوتکو اووه وارې د دغه هیواد په هوایي قلمرو باندی تیری کړی دی تر څو اوکرایین د یوې جگړې پیلولو ته « وهڅوي.»

د پوځونو خوځښت «ثبات تر پوښتنې لاندې راولي»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، خپل روسي سیال سیرگي لاوروف ته ویلي دي چې واشنگټن د اوکرایین د پولو په اوږدو کې د روسیې د پوځونو د «لمسونکو» تحرکاتو په اړه اندیښنه لري. کیري دغه اقدام د بیلتون غوښتونکو د ملاتړ او د «اوکرایین د ثبات، امنیت او یووالي د ضعیفه کولو» په توگه عنوان کړی دی.

د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تیره ورځ یوه تلیفوني اړیکه نیولې ده او په اوکرایین کې د یو بل «د کړو وړو» په اړه اندیښنه څرگنده کړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزرات له لوري په خپره شوې بیانه کې راغلي دي چې سیرگي لاوروف « په اوکراین کې د ترینگلې وضعې د پای ته رسولو له پاره د بیړنیو اقداماتو د ترسره کیدو پر سر ټینگار کړی دی.» په بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې لاوروف د لاریون کوونکو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د درولو او د اوکرایین د ښي اړخي افراطیانو د فعالیتونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي لا نه دي آزاد شوي

کیري او لاروف د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان (OSCE) د هغې یوې څارونکې ډلې په هکله هم خبرې وکړې چې د کیف او روسیی بیلتون غوښتونکو تر منځ د ترینگلتیا د راکمیدو په موخه د سلاویانسک ښار ته تللي ول او اوس د بیلتون غوښتونکو له لوري برمته شوې ده.

د آلمان د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په یوه بیانیه کې ویل شوي دي چې د شنبې په ورځ د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان (OSCE) د څارونکو په اړه د سیرگي لاوروف سره هم غږیدلی دی. د دغه بیانیې له مخې شتاین مایر پر دې خبره ټینگار کړی دی چې مسکو باید د دغو څارونکو «د سمدلاسه آزادیدو» له پاره خپل نفوذ وکاروي.