انځوريز راپور: د فرخندې د قتل په اړه اعتراض
په کابل کي په سونو خلکو نن د فرخندې د قتل اړه احتجاج وکړ. دوی له حکومته وغوښتل چي په دغه قضيه کي نيول سوي کسان محاکمه کړي.
په دغه احتجاج کي چي له ملي پيوستون گوند له خوا رابلل سوی وو، په سونو خلکو گډون وکړ. احتجاج د شاه دوشمشېره مسجد مخ ته پيل سو. په دغه سيمه کي د پنجشنبې په ورځ فرخنده ووژل سوه.
په احتجاج کي يوازي ښځو او فعالانو برخه نه لرله، بلکي د ښار عادي وگړو هم برخه اخيستې وه.
د دغو احتجاج کوونکو اصلي موخه د فرخندې په قضيه کي د نيول سوو کسانو د محاکمه کولو غوښتنه وه. تر اوسه د دې پيښي په تور پوليسو ۱۳ کسان نيولي دي.
احتجاج کوونکو پر ملي وحدت حکومت باندي نيوکي کولې، ځکه په خبره ئې دغه پيښه د افغانستان د جمهوري رياست په څو سوه مترۍ کي سوې ده او پوليسو هم حضور لاره.
احتجاج کوونکو شعارونه ورکول چي «موږ د فرخندې انتقام اخلو. موږ د هغې د قاتلانو محاکمه غواړو او موږ وحشي بنيادگرانو او ديني سوداگرو څخه بشريت ژغورو.»
د فرخندې قتل په ټول افغانستان کي غوسه راپارولې ده. خلک نيوکي کوي چي حتی په پلازمېنه کي لا پر خپل سر يو انسان وژل کيږي.
په دغه احتجاج کي ښځو او نجونو د فرخندې د په وينو رنگ څېرې نقابونه اغوستي ول.
په ټولنيزو شبکو کي هم د فرخندې د قاتلانو د محاکمه کولو کمپاينونه پيل سوي دي.
فرخنده د قرآن کريم د سوځولو په تور ووژل سوه، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي داسي هيڅ نخښي نښانې نسته چي وښيې هغې دي قرآن کريم ته اور اچولی وي.
د کابل د رود په هغه ځای کي چي د فرخندې جسد ته اور اچول سوی دی، خلکو يو نهال کښېناوه، څو د هغې ياد تل په تاريخ کي ژوندی وي.
احتجاج کوونکو دغه راز د افغانستان د ښځو چارو پر وزارت باندي نيوکي کولې چي له دوی سرې ئې گډون نه دی کړی.
د فرخندې مړی د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ مياشتي ۲۲) د ښځو له خوا هديرې ته انتقال او ښخه سوه.