انځورونه: په کانادا کې د لیدو وړ ځایونه
"د بوچار بڼونه" د کانادا په ونکوور کې د هغو بڼونو مجموعه ده چې یو وخت د آهکي ډبرو معدن وو. اوس دغه سیمه کانادا ته ځانګړې ښکلا بخښي.
په هغه وخت کې چې دغه ځای د آهکي ډبرو معدن وو، د «آر.پي. بوچارت» په نوم یوه کس ملکیت وو.
د معدن کار تر بندیدو وروسته دغه ځای د بوچارت د میرمنې «جي. بوچارت» له خوا پر یو ډیر ښکلي بڼ بدل کړای شو.
د کانادا په ونکوور سیمه کې د بوچارت «Butchart» د خوبونو او خیالونو زړه راښکونکې بڼ.
د معدن د هغو کارکونکو په مرسته چې د معدن تر تړل کیدو وروسته بې روزگاره شوې ول، دغه ځای پاک او د«سانکن» په نامه لومړنې بڼ په کښې جوړ کړای شو.
جاپاني، ایټالوي، د رز بڼ، د ستوري تالاب او خصوصي بڼ د دغو بڼونو د مجموعې نور بڼونه دي.
دغه بڼ د ډیر شمیر مارغانو او مختلف ډوله نباتاتو له پاره یو ډیر مناسب چاپیریال دی.
په کانادا کې د بوچارت بڼونه له یوه ځانگړي شهرت څخه برخمن دي.
د بوچارت بڼونه په ونکوور کې د سیلانیانو له پاره یو له په زړه پورې ځایونو څخه شمیرل کیږي. هر کال نږې یو میلیونه سیلانیان د دغو بڼونو لیدو ته ورځي.
په ۱۹۳۹ عیسوي کال کې د بوچارت کورنۍ د دغو بڼونو مالکیت نوه شان ایان راس، ته وسپاره.
د کانادا حکومت د دغه نڼ د جوړیدو په سلمه کلیزه کې د بڼونو دغه مجموعه د یوه لرغوني او ملي اثر په توگه ثبت کړ.
د بوچارت د خوبونو دغه بڼونه د کانادا په وکوور سیمه کې د ویکتوریا ښار په ۲۱ کیلومترۍ موقعیت لري چې د بنسټ ایښودنې تاریخ یې ۱۹۰۴ ته ورگرځي.
د کانادا په وکوور سیمه کې د بوچارت د بڼونو له مجموعه څخه لیدنه د مختلفو هیوادونو د سیلانیانو له پاره یوه په زړه پورې او نه حیرودونکې خاطره وي..