انځورونه: په کابل کې د والنتاین ورځ
د فبرورۍ ۱۴مه د والنتاین ورځ ده. د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې هم خلک دغه ورځ د «مېنانو ورځ» په نامه پيژني. که څه هم په افغانستان کې د دغې ورځې لمانځل دود نه دی، خو سړی کولای شي چې د ګلانو پلورنځیو کې يي اثار وویني.
په افغانستان کې د والنتاین ورځې لمانځل لا عام دود نه دی. دغه ورځ تر زیاته په کابل کې او هغه هم د یو کم شمیر خلکو تر منځ لمانځل کیږي. شهر نو او کارته سه هغه سیمي دي چې ځوانان ورته د ګلانو د رانیولو له پاره ورځي.
د ګلانو پلورونکي د نورو ورځو په پرتله ډیر مصروفه وي. هغوی د والنتاین ورځې تر رارسیدو د مخه د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او هند څخه تازه ګلان واردوي. د کال په دغه موسم کې د افغانستان په ډیر شمیر سیمو کې طبیعي ګلان نه موندل کیږي.
د والنتاین د ورځې زیاتره مینه وال هلکان او نجوني دي چې په دغه ورځ خپلو نامزدانو ته ګل د ډالۍ په توګه ورکوي.
د ګلانو او ډالیو رانیول د چهارشنبې له سهاره پیل شول. ځینو ځوانو نجونو او هلکانو د ګلانو د رانیولو له پاره ګلفروشیو ته مراجعه وکړه او هرکس به د خپل مالي توان سره سم څه رانیول.
په کابل کې ځیني ځوانان پر دې نظر دي چې د پخوا په پرتله د عاشقۍ دود بدلون موندلی. پخوا به په ډیرو مواردو کې نجونو او هلکانو په خپله د انتخاب حق نه درلود او واده په هکله به د کورنیو غوښتنو ته تسلیمیدل.
د ګلونو د خرڅلاو دوکانونو د مشتریانو د راجلبولو له پاره د خپلو دوکانونو مخې ته ګلان پاشلي وو او خپل دوکانونه یې په بیلا بیلو توکو سینګار کړي ول.