انځورونه: په يونان کي د مهاجرو متفاوت کمپ
د يونان په جنوب پلوپونز ټاپو وزمه کي مهاجرو يو استثنايي کمپ موندلی؛ هغه کمپ چي په لومړی ليد د مهاجرو کمپ ته نه پاتيږي.
له دباندي سره اړيکي
يو ځوان د غروب پرمهال په اينترنت کي يو څه لټوي. څيرک تليفونه د مهاجرو له پاره د دباندي سره د اړيکو يوازنی لار ده.
لومړنی امکانات
په دغه کلي کي چي د مهاجرو د کلي په نوم ياديږي په هر دوه کوټه ايز کور کي اته کسان ژوند کوي. هر کور یو حمام او تشناب او يو کوچنی پخلنځای لري. خو گرمي اوبه او يخچال پکښې نه سته.
د آرامۍ احساس
از راه ترکیه به یونان بیایند، گرفته شده است. دا له ترکيې سوريې څخه راغلې مهاجره کورنۍ ده.
د پښو تگ
د دغه مهاجر کمپ ښځي خپل کوچنيان د گښت له پاره تر کلي دباندي باسي.
د راتلونکي په اړه فکر
يوه ډله نارينه د لمر لوېدو پرمهال يو له بل سره خبري کوي. په دغه کمپ کي نزدې ۶۰ نارينه له خپلو کورنيو سره ژوند کوي.
له کوره ليري
ښځي او کوچنيان سپوږمۍ ته ناست دي. د سيلانيانو د خوښي دغه کلی ۳۴۰ تنه اوسېدونکي لري.
کورنی ژوند
يوه سوريايي ښځه چي خپل شږمياشتنی ماشوم ئې په بغل کي نيولی دئ.
محلي اقتصاد ته مرسته
د دغه کلي بازار له مهاجر کمپ څخه د پښو په تک نيم ساعت ليري دئ. مهاجر خپل د اړتيا وړ شيان له دغه مارکېټ څخه رانيسي.
د مځکي توتو کښت
ځیني مهاجر په دغه سيمه کي په کښتونو کي هم کار کوي. د دوی ډېر د جنوبي آسیاه اوسېدونکي دي چي د مهاجرت يا هويت معتبر اسناد نه لري او نورو هيوادونو ته ئې تگ گران کار دئ. دوی ته پر ۸ ساعته کار له ۲۲ تر ۲۵ يورو پوري ورکول کيږي.
محلي ملاتړ
په دغه کلي کي ځايی خلک هم له مهاجرو سره مرسته کوي.
آشنا څېره
د يونان د دغه ټاپووزمه «آندراويدا» ښاروال يو سوريايی دی دا په يونان کي لومړی خارجی دی چي د ښاروالی تر چوکۍ رسېدلی دئ. نبيل يوسف مرانت، وايي چي د دغه کمپ د جوړولو فکر هغه پخپله وکړ او د ښاري شورا غړي ئې په دې راضي کړل چي مهاجرو ته دغه شان يو کمپ جوړ کړي.