انځورونه: په هرات کي د شاتو توليد
په افغانستان کي تر ډېره وخته د مچۍ روزلو کار گړندی نه وو، خو اوس ډېرو خلکو دغه کار ته مخه کړې ده. ويل کيږي چي د افغانستان د شاتو کيفيت ډېر ښه دئ، او نړیوالو بازارونو ته هم وړل کيږي.
په هرات کي د مچۍ روزلو کار ۸ کاله دمخه پيل سو. لومړی د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت دغه ولايت ته ۱۰ صندوقه مچۍ ورکړلې خو اوس د دغه ولايت د مچۍ روزلو په فارم کي ۳۱۲ صندوقه پراته دي.
په هرات کي تير کال ۲۰زره کيلوگرامه شات توليد سوي دي. تمه کيږي چي سږکال به دغه توليدات ۲۵ ټنه ته ورسیږي. په هرات کي د مچۍ د روزلو کار تر ډېره ښځي کوي.
تر دې دمخه په هرات کي تېزو بادونو (۱۲۰ روز) د مچيو د روزلو کار له ستونزه سره مخامخ کاوه، خو اوس په دغه ښار کي د زرغون کمربند په جوړلو سره د باد سرعت لږ سوی او دغه کار ښه پر مخ روان دئ.
په هرات کي يو کيلو شات له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانيو پوري پلورل کيږي. ويل کيږي چي اوس په هرات کي د کوکنارو تر کرلو د مچيو روزني ته لومړي توب ورکول کيږي. خو ستونزه دا ده چي له گاونډیو هيوادونو مصنوعي شات را وارديږي او بازار ئې خراب کړی دئ.
مچۍ په دغه جالۍ کي شات باسي
کله چي د صندوق له جالۍ څخه شات راټول سي، وروسته بيا په دغه دستگاه کي اچول کيږي او ډېر تېز څرخول کيږي او وروسته بيا په دبليو کي اچول کيږي.
د مچيو روزل هم زده کړي خواړي، څو روزنه ئې سمه وسي.
په هرات کي د مچيو د يوه فارم خاوند محمد نبي وايي چي هرکال له ۲۰۰ صندوقو مچيو څخه تر زر کيلو گرامه ډېر شات ترلاسه کوي. هغه له خپل کاره راضي دئ.
اوس په هرات کي د شاتو د پلورلو ۱۰ دوکانه سته.
دا په هرات کي بسته سوي شات دي چي وروسته بيا نورو هيوادونو ته هم صادريږي.