انځورونه: په نړۍ کي مهم خوراکي مواد
زیاتره خوراکي مواد چې موږ یې هره ورځ پر دسترخوان لرو، په اصل کې د نړۍ له بیلا بیلو سیمو سره اړه لري. یوه نوې څېړنه د خوراکي موادو اصلي ټاټوبي تعقیب کړي دي. په اړه يې انځوریز رپوټ.
وریجې، د نړۍ د نیمایي نفوس خوراک
د وریجو اصلي منشا چین دی، نن ورځ د نړۍ د نیمایي نفوس د خوراک مهمه وسیله وريجي گڼل کیږي. د یو کیلو وریجو له پاره له۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کیلو اوبو ته اړیتا ده. په ډیرو هغو هیوادونو کې چې د وریجو فصل پکښې کیږي د اوبو په زیرمو کې د آرسینک مادې مقدار دومره لوړ وو چې په ۲۰۱۴م کالې د ملگرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې د روغتیايي پایلو په هکله خبرداری ورکړ.
غنم ـ ورځنۍ ډوډۍ
تر ۷۰۰۰ زیات کلونه کیږي چې غنم د مدیترانې په ساحلي سیمو کې کرل کیږي. غنم د ډوډۍ او یا هم د بیلا بیل ډول مکروني په شکل د نړۍ مهم خوارکي توکی دی. نن ورځ غنم د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې کرل کیږي، چې مهم تولیدونکي هیوادونه یې چین، هند، امریکا، روسیه او فرانسه دي.
جوار
جواز له مرکزي مکسیکو څخه منشا اخلي او نن ورځ په ټولو قارو کې کرل کیږي. یوازي پنځلس سلنه محصولات یې د انسانانو د خوراک له پاره مصرفیږي او نور پاته یې د څارویو د خوراک له پاره وي. په صنعتي خوراکي توکو کې له جوار څخه گلوکز شربت هم جوړيږي.
کچالو یا پټاټې
اوسني کچالو له هغو وحشي پټاټو څخه په لاس راغلی چې د جنوبي امریکا د اندن په غرونو کې کيږي. ۳۰۰ کاله کیږي چې په اروپا کې د ټپاټو کرهڼه دود شوې ده. په آلمان او ایرلنډ کې خو کچالو د اصلي دودیزي غذا په توگه پیژندل کیږي. خو په اروپا کې اوس د کچالو کرهڼه مخ پر کمیدو ده. چین، هند او روسیه اوس د کچالو مهم تولیدونکو هیوادونه دي.
گنی
گنی يوازي په ختیځه آسیا پوري اړه لري. خو د دقیق ځای په هکله یې معلومات نه شته. له گنی څخه استفاده آن۲۵۰۰ کالو ته ورگرځي. اوس برازیل د گني د کرلو اصلی ځای دی. د گني فصل راټولول گران کار دی، او د کارگرانو مزد یې ډیر کم دی. په نړیوال بازار کې د گني بیه تر چغندر کښته ده چې په اروپا کې کرل کیږي.
قهوه
قهوه په اصل کې له ایتوپیا څخه منشا اخلي. په نړۍ کي ۲۵ میلیونه بزگران د قهوې په کرهڼه اخته دي. که کورنۍ یې ورسره حساب شي نو شمیر یې لسو میلیونو کسانو ته رسیږي.
چای تر ټولو زیات شهرت لري
چای د چین محصول دی او نن ورځ د اوبو تر څنگ زیات استعمالیږي. په نړۍ کي په هره ثانیه کې ۱۵۰۰۰ پیالې چای څښل کیږي. په انگلستان کې چای د مهم مشروب په توگه حسابيږي او د چای د کښت مهم مرکزونه د دغه هیواد پخوانۍ مستعمرې دي. لکه کینیا، هند او سریلانکا. معمولاً د چای په پټيو کې د کار شرایط ډیر غیر انساني دي.
کاکاو
په ننۍ مرکزي امریکا کې به پخوا د آزتک قومونو د کاکاو له دانو څخه د پیر او پلور او د نوشابې د چمتو کولو کار اخیست. نن ورځ د هغې دانې په ټوله نړۍ کې د شوکلات او نوشابو جوړولو له پاره کارول کيږي.
کیله
کیله په ټوله نړۍ کې د خوښي تازه میوه ده. کیله په اصل کې له سویلي آسیا څخه منشا اخلي، خو د آلمان په بازارونو کې یې تر ځایي مڼې هم بیه کښته ده. لوی صادرونکي هیوادونه یې په لاتین امریکا او کرابیک کې دي.