انځورونه: په نړۍ کي عجبه نقليه وسايط
که د الوگانو بوجۍ وي، که څو متره اوږده لرگي یا گني وي، انسانان يې له یوه ځايه بل ځای ته په انتقالولو توانیږي. دغه شيان یا د بایسکل په واسطه انتقالیږي، یا د موټر سایکل او یا هم د خره په واسطه.
کانگو: چوکوډو
دوه کوچني ټایرونه او د سامان ایښوولو له پاره یوه لویه تخته. دغه غیر معمولي نقلیه وسیله د کانگو په ختیځ کې جوړیږي او استعمالیږي. چوکوډو په آسانۍ سره ټیله کیدای شي او له دې کبله د یوه ماشین په واسطه د چلیدونکي نقلیې وسیلي ډیر آرزانه بدیل دی.
فلیپین: جیپیني
په فليپین کې د تگ راتگ له پاره جیپیني کار ول کيږي، چې د چاپیریال ساتني له پاره ناوړه بلل کیږي. پر هغې باندي له دې کبله ډیر نیوکه کیږي چې لوگی کوي. خو دا د تعجب وړ خبره نه ده، ځکه ډېر دغه شان موټر زاړه دي. دا په دوهمه نړیواله جگړه کې د امریکایانو له خوا د پريښوول شوي جیپونو څخه جوړ او فلیپینۍ بڼه ورکړل شوې ده. د دغو موټرو نوي ماډلونه هم راوتلي دي.
ویتنام: موټر سایکل
د کم هارس پاور موټر سایکلونو څخه په ویتنام کې ډیر کار اخیستل کیږي. یوازي په پلازمېنه هانويي کې چې د اوسیدونکو شمیر ۶،۵ میلیونه دی، څلور میلیونه یې دغسې موټر سایکلونه لري. د دوو څوکیو لرونکو پر دغه موټر سایکل ټوله کورنۍ په آسانۍ سره ځایدای شي. په دې ترڅ کې ویتنام ته تلونکي سیلانیان هم اوس پر دغه موټر سایکلونو په لیوالتیا سره چکر وهي.
کمپوچيا: د باڼس اورگاډی
په کمپوچيا کې د باڼس اورگاډی د نوري، په نامه هم یاديږي، خو د وخت په تیریدو سره په دغه هیواد کې له دغي نقليه وسلیې څخه استفاده مخ پر کمیدو ده. یو وخت دغه نقلیه وسیله چې د کمې بیې له پاره د یوه بیړني حل په توگه جوړه شوې وه د سیلانیانو په منځ کې ډیره مشهوره ده. د لرگي پر پنځه متر مربع تختې باندي سړی کولای شي چې حد اکثر په یوه ساعت کې د پنڅوسو کیلومترو په سرعت سره د وریجو په پټيو کې سفر وکړي.
تایلنډ: ټوک ټوک
ټوک ټوک، چې یوازي په تایلنډ کې نه استعماليږ هم د سیلانیانو تر منځ ډیري مشهوري دي. یوازي د دې له پاره نه چې د ډیري گڼې گوڼې له پاره په تنگو لارو کوڅو کې سفر کوي، بلکې د ټکسې او نورو موټرو په پرتله یو آرزانه بیه بدیل هم دی. دې ته آټو- ریکشا هم ویل کیږي ځکه چې دا د سایکل- ریکشا، پرمختللی شکل دی.
کمپوچيا: سایکل ـ ریکشا
پخپله سایکل ـریکشا د لاسي ریکشا، پرمختللی شکل دی چې په اصل کې په جاپان کې استعمالیدې. د درو لویو ټایرونو درلودونکی دغه بایسکل په ډیرو هیوادونو کې د آرزاني او گړندۍ نقلیې وسیلې په توگه استعمالیږي. د دې بیلا بیل ډولونه شته چې مخکې او یا هم شا ته څوکۍ لري او یا د سامان د وړلو له پاره استعمالیږي.
خر
په افغانستان او پاکستان کې د سامان د وړلو راوړلو له پاره له خره څخه د نقلي وسیلې په توگه استفاده کیږي. د ترانسپورت له دغې دودیزي وسیلې څخه څه د پاسه ۵۰۰۰ کلونو راهیسې د زراعت تر څنگ د سامان د وړلو راوړلو له پاره گټه اخیستل کیږي. د تیلو په واسطه د چلیدونکي موټرو په پرتله دا نقلیه وسیله ډیره آرزانه بیه تمامیږي.
آلمان: بار وړونکی بایسکل
ډیری اروپایان یووار بیا د ترانسپورت ساده طریقو ته مخه کوي. لکه چې په انځور کې لیدل کیږي دغه ډول بار وړونکي بایسکلونه مخ پر مشهوریدو دي چې سړی پر سودا وړلای شي او یا هم پرې څو ماشومان له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالولای شي. زیاتره وخت سړی په غټو ښارونو لکه کولن او برلین کې دغه ډول بایسکل لیدلای شي. خو دغه بایسلکونه ډیر ارزانه هم نه دي او بیې يې له زرو یورو څخه پیلیږي.