انځورونه: په بند امیر کې د ژمنيو لوبو فيستوال
د باميان ولايت د بند امير په ملي پارک کې د ژمنيو لوبو دريم فيستوال پرانيستل شو. دا فيستوال څلور ورځې ادامه لري. انځورونه يې دلته ليدلای سئ.
د ژمنيو لوبو د دريم فيستوال پرانيستل
د باميان ولایت د بند امير په ملي پارک کې د سه شنبې په ورځ د ژمنيو لوبو دريم فيستوال پېل شو چې تر جمعې ورځې پوري به دوام ولري.
د ورزشکارانو هڅول او د باميان د طبيعي سيمو معرفي کول
مسئولين د دې فيستوال د ترسره کولو موخه سپورت ته وده ورکول، د وزشکارانو هڅول او د باميان د طبيعي ساحو معرفي کول بولي، څو کورني او بهرني سيالانيان دې سيمې ته مخه کړي.
د نورو ولایتونو څخه د لوبغاړو گډون
د افغانستان د ژمنيو لوبو د ټولنې رئيس اسدالله باتوري وايي چې په دې فيستوال کې د کابل، هرات، بلخ، کندهار او باميان ولایتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی دی.
د يخ نوردۍ د ټيم غړي د تمرين په حال کې
په دې فيستوال کې د افغانستان د يخ او غره ختونکو د لومړۍ لوبډلې غړو هم گډون کړی دی.
نجونې هم يخ نوردي زده کوي
د «اسينت» د دفتر مشرې مرينا چې د يخ نوردۍ د ټیم ملاتړ کوي او هغوی ته روزنه ورکوي، وويل چې له درو کلونو راهيسې نجونې هم د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په تمرين بوختې دي. دا نجونې به په راتلونکي کې نورې غره ختونکې ښځې و روزي.
د شاگردانو جذبول
د بابا غر او هندوکش غرونه د کال په بېلا بېلو موسمونو کې د سيالانيانو له پاره ځانگړی ځای لري. سيلانيان په ژمي کې په واورو له پوښلو غرونو څخه خوند اخلي او ځيني یې پکې تمرينونه کوي.
بېلا بېلې ورزشي برخې
په دې فيستوال کې د سکي، سکيت بورد، هاکي، کرلينگ او يخ نوردۍ پروگرامونه شامل دي. وزرش کاران وايي چې باميان او بند امیر د ژمنيو لوبو له پاره تر ټولو ښه ځایونه دي او بايد استفاده ترې وشي.
بېلا بېلې لوبې
سکيت بورد د ژمي يوه لوبه ده. د دې لوبې فدراسيون درې کاله مخکې په افغانستان په فعاليت پېل کړی دی او تر اوسه یې يوازې هلکانو غړيتوب درلود. خو اوس په لومړي ځل د نجونې لوبډلي هم په فعاليت پيل کړی دی.
بند امير
بند امير اووه جهيلونه لري چې په ژمي کې په بشپړه توگه يخيږي او ورزش کوونکي کولی شي د دې طبيعي يخ پر سر تمرين وکړي. دغو يخونو بند امير ته يوه ځانگړې ښکلا ورکړې ده.
لومړی ملي پارک
بند امير د باميان د مرکز په ۷۵ کيلومترۍ کې پروت دی او په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د چاپيريال ساتنې ادارې او افغان حکومت له خوا د هېواد د لومړي ملي پارک په توگه نومول شو.
د بند امير طبيعې زړه راښکونکې منظرې
په دوبي کې بند امير د رڼو او شنو اوبو له کبله د کورنيو او بهرنيو سيالانيانو کوربه وي. په ژمي کې د بند اوبه کنگل کیږي چې دغه کنگلونه یې د ليدو وړ دي.