انځورونه: په بالکان کي ډېر مهاجر د آلمان په تمه دي
د بالکان هيوادونو له لاري په زرونو مهاجر ځانونه د اروپايی ټولني غړو هيوادونو ته رسوي. دوی له ترکيې څخه يونان او وروسته بيا د بالکان له لاري هنگري ته ځانونه رسوي. زموږ خبريال پر دغه لار له شپږو مهاجرو سره خبري کړي.
محمد له سرويې څخه
د انگليسي ژبي دغه ښوونکی له سوريې څخه راتښتېدلی دی. هغه اوس د مقدونيا په گيوکيليا ښار کي د اورگاډي په تم ځای کي ناست دی. هغه غواړي ځان راجستر کړي او وروسته بیا په اورگاډي يا ټکسي کي صربستان ته ولاړ سي او له هغه ځايه آلمان ته.
زمان له مراکشه راغلی
دغه ځوان څلور کاله په يونان کي ژوند کړی دئ. هغه وايي چي د يونان پوليس «په رشتيا توکمپاله» دي، ځکه نو هغه راتښتېدلی دئ. که څه هم د هغه په هيواد کي جنگ نسته خو بيا هم غواړي چي آلمان ته ځان ورسوي او هلته ځان ته ښه کار پيدا او آرام ژوند وکړي.
احمد له عراقه په تېښته دی
هغه وايي، هيواد ئې د داعش له ستر خطر سره مخامخ دئ. دغه ۱۷ کلن وايي چي هلته تروريستان هرڅوک ونيسي وژني ئې. هغه د بلغاريا له خوا بالکان ته ځان رسولی دئ. دوی وايي چي په بلغاريا کي ئې تر شنه آسمان لاندي شپې او ورځي تيرولي او اوس غواړي آلمان ته ولاړ سي، ځکه هلته ژوند ډاډمن دئ.
محمد له افغانستانه راغلی
محمد له خپلو دوو اولادونو سره د ترکيې د اوبو له لاري لومړی ځان يونان ته رسولی. هغه وايي هغه کښتۍ چي دی او اولادونه ئې پکښې سپاره ول په اوبو کي ډوبه سوه، خو دی او اولادونه ئې ډېر خوشبخته دي چي د ترکيې ساحلي ځواکونو ژغورلي دي. هغه اوس په بگراد کي په دې تمه دی چي آلمان ته ځان ورسوي.
ميلاند له سوريې راغلی
هغه وايي «ټول په دې پوهيږي چي اسد په سوريه کي بې گناه انسانان وژني» هغه اوس صربستان په سرحدي ښار سوبوتيکا کي دی او يو پاکستانی ئې د صربستان او هنگري له سرحده په ۴۵۰۰ يورو آلمان ته رسوي. په آلمان کي هغه غواړي فرانکفورت ته ولاړ سي چي هلته ئې خپلوان دي.
فلات هم له افغانستانه ځان اروپا ته رسولی
فلات په ماته او گوډه انگرېزي خبري کوي او وايي چي په هيواد کي ئې جنگ او را تښتېدلی دئ. هغه هم غواړي په صربستان کي انساني قاچاقبرانو ته ۵۰۰۰ يورو ورکړي چي تر آلمانه پوري ئې ورسوي. «آلمان ته ځکه ځم چي ډېر ښه هيواد دی او مهاجر مني».