انځورونه: په اندونيزيا کي اور غورځونکی غر فعال سوی
د اندونيزيا د سينابونگ اور غورځونکي غره ته نژدې په زرونو انسانان خوندي ځايونو ته لېږدول سوي دي. چارواکو د ستر خطر اعلان کړی دئ. دغه غر ۴۰۰ کاله وروسته بيا راويښ سوی دئ.
سينابونگ غر د اندونيزيا په سوماترا ټاپو کي دئ. له دغه ۲۵۰۰ متره لوړ غره څخه يو ناڅا د ايرو راوتل پيل سوي دي. تر اوسه پوري د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل سوي.
د رواني مياشتي له پيل راهيسي د دغه اور غورځونکي غره څارنه کېدله. له دې ويري چي کيدای سي دغه غر له اوره سره وچوي، د اندونيزيا چارواکو د لومړۍ درجې خطر اعلان کړی.
د دغه غره له درو څخه تر پينځو کلومترو په شاوخوا کي اوسېدونکي ټول خوندي ځايونو ته لېږدول سوي دي. پاته نور پنځه يا شپږ کلي به په راتلونکو ورځو کي خوندي ځايونو ته انتقال سي. ويل کيږي چي نزدې ۲۵۰۰ انسانان ته به د دغه غره په لس کيلومترۍ کي خېمې ورته ودرول سي.
سينابونگ غر نزدې ۴۰۰ کاله بيده وو. په ۲۰۱۰م کال کي يووار راويښ سو او دننه پکښې چاودني وسوې. چارواکو له هغه وخت راهيسي د دغه غره څارنه کوله.
د ۲۰۱۴م کال په فيبرورۍ مياشت کي دغه غر يووار وچاود او ۱۶ انسانان ئې ووژل، په دې کي اووه تنه هغه زده کوونکي هم شامل ول چي په خپله خوښه د انسانانو مرستي ته ورغلي ول.
سينابونگ په اندونيزيا کي له هغو ۱۳۰ اور غورځونکو غرونو څخه دئ چي په دغه هيواد کي فعال دي. پر دغه ټاپويي هيواد د آرام سمندر د اور غورځونکو غرونو کمربند راگرځېدلی او په اصطلاح د اور په منځ کي پروت دئ. په ۲۰۱۰م کال کي په جاوا ټاپو کي د ميراپي اورغورځونکي غره په فعالېدو سره ۳۵۰ انسانان ووژل سول او ۱۵۰۰۰۰ نور دې ته مجبوره سول چي سيمه پرېږدي.
د اندونيزيا اور غورځونکي غرونه
په دغه هيواد کي يو بل غر
په ۲۰۱۴م کال کي په جاوا ټاپو کي د اورغورځونکي غره فعالېدل
کله چي يو غر په ايرو پاشلو پيل وکړي نو د دوې ويره ورسره وي چي پر اور را ايستلو سر بيره به هغه وچوي. په انځور کي په ۲۰۱۴م کال کي د جاوا ټاپو اوسېدونکي ښکاري چي يو ناڅاپه له يوه اورغورځونکي غره څخه ايرې راووتلې او د شاوخوا کليو اوسېدونکي ئې زيانمن کړل.