انځورونه: په افغانستان کې د پنبې له کښته د تار تر جوړیدو
افغان بزگران له ډیر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکي هيواد وو. په افغانستان کې د پنبې ډیري کارخاني هم موجودې وې چې په زرونو کسانو پکښې کار کاوه.
په ټول افغانستان کې اوس د پنبې د کښت کچه کښته شوې ده. ډیر بزگران وایي چې د پنبې د بیې د کښته والي له کبله هغوی نور بوټي کري.
له پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پوري توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې بوټی کیدای شي چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو له پاره د کیمیاوي کود په توگه وکارول شي.
افغانستان درې لسیزي دمخه په ۲۰ زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرله او هر کال به یې ۳۵۰ زره ټنه پنبه ځني اخيستله.
پنبه د غنمو د حاصلاتو تر ټولولو وروسته کرل کیږي. کله چې د پنبې ۶۰ سلنه غوزي خولې خلاصي کړي بیا يې نو حاصلات ټولیږي. تر دې وروسته بیا له دانو څخه د پنبو جلا کولو بهیر پیلیږي.
له پنبې څخه دانې د ماشین په مرسته بیلیږي. په افغانستان کې تر کورنیو جگړو مخکې د روسیې او آلمان په مرسته د پنبې لویې کارخانې جوړې شوې وې خو هغه د جگړو له کبله له منځه ولاړې.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته په ځینو ولایتونو کې د پنبې کارخانې یووار بیا فعاله شوې خو اوس هم دغه سکتور ډیري مرستې ته اړتیا لري.
تر هغه وروسته چې پنبه له دانو بیله شي، کارخانو ته استول کیږي، څو ورڅخه تار تولید شي. پر دې سربیره پنبه په خپل لومړي شکل هم پلورل کیږي. د پنبې له دانې څخه بیا غوړي جوړیږي.
په لومړي سر کې له پنبې څخه جوړ شوی تار سپین وي، وروسته بیا د رنگ په گډولو سره بیلابیل رنگونه تولیدیږي.
د کارخانو تر څنگ په کلیو کې ښځي په سنتي ډول هم له پنبې څخه تار جوړوي.
په وروستیو کلونو کې یو شمیر نړیوالو مرستندویه سازمانونو افغان میرمنو ته داسې ماشینونه ورکړل چې په مرسته یې هغوی له پنبې تار جوړولای شي.
تر هغه وروسته چې له جوړو شوو تارونو سره رنگ یوځای شي هغوی بیلابیل رنگونه خپلوي.
اوس مهال په افغانستان کې د نساجي ډیري لږ فابریکې فعالي دي، د دغي برخي د ودې له پاره لا ډیر کار ته اړتیا شته.
افغانستان له خپلې پنبې څخه یو شمیر تولید شوي ټوکران بهر ته هم صادروي.
افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډیري هڅي رواني دي.