انځورونه: په افغانستان کې د غېږ ایستلو ځایي سیالۍ
په افغانستان کې د غږ ایستلو سیالۍ ډیري مشهوري دي. دغه ورزش په دودیزه توگه د رخصتیو په ورځو کې کیږي. په افغانستان کې داسي مسلکي غیږ ایستونکي هم شته چې د خپل هیواد له پاره یې مډالونه هم گټلي دي.
غېږ ایستل یو له هغو ورزشونو څخه دی چې د افغانستان خلک ورسره لیوالتیا لري. دغه انځور ښيي چې له غېږ ایستلو سره د خلکو لېوالتيا څومره ده. نندارچیان د دې تر څنگ چې له دغو سیالیو څخه خوند اخلي شرطونه هم تړي.
غیږ ایستل یا «پهلواني» په افغانستان کې زوړ تاریخ لري. دغه ورزش په وروستیو کلونو کې د افغانستان په رسمي ورزشونو کې هم شامل شوی دی او د المپیک د ملي کمېټې په چوکاټ کې خپلي سیالۍ کوي.
د رخصتیو په ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د غېږ ایستلو سیالۍ کیږي او خلک یې نندارې ته هم کښیني. د افغانستان په هر ولایت کې نامتو پهلوانان شته چې د هغوی تر منځ سیالیو لیدو ته ډیر ليدونکي ورځي.
د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې غېږ ایستل یا پهلواني په مختلفو نومونو پیژندل کیږي. د سیالیو د تر سره کیدو قوانین په سیمه ییز ډول توپیر لري. د بیلگې په توگه د افغانستان په شمال کې د خپل سیال د پښې نیول غلطي گڼل کیږي.
دغه ورزش د رخصتیو په ورځو کې د خاورو په میدانونو کې کیږي. څو پهلوانان کولای شي د یوه ټیم په شکل کې هم په یوه وخت سیالي وکړي. لوبڅار معمولا د سیمي له مطرح پهلوانانو څخه وي.
غېږ ایستل اوس د ژوندانه په مختلفو عمرونو کې تر سره کیږي. دغه ورزشي رشته خپل خاص مسلکونه لري. د دې له پاره چې دغه ورزش جانبي لوازمو او په پر له پسې توگه سختو تمرینونو ته اړتیا نه لري، نو د علاقمندانو شمیر یې هم زیات دی.
اوس په افغانستان کې زیات کلبونه جوړ شوي دي چې پکښې مطرح پهلوانان له دغي لوبي سره مینه لرونکي نوي کسان روزي.
دا چي په غېږ ایستل په افغاني ټولنه کې ډیره محبوبه ده، امنیتي ځواکونه هم له خپلي وړتیا څخه گټه اخلي. هغوی په خپلو تمرین ځایونو کې په فارغ وخت کې د غېږ ایستلو سیالۍ جوړوي.
په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان په سبک غېږ ایستل د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته ورپیژندل شوې ده. هغه هم د ناټو ځواکونو له خوا چې د خپلو افغان همکارانو یې زده کړې ده. هغوی په فارغ وخت کې له افغان ځواکونو او کله ناکله د سیمي له خلکو سره د سرگرمۍ په پلمه غېږي ایستل دي.
له ۲۰۰۲م کال راهیسې غېږ ایستل یا پهلوانۍ په افغانستان کې ښه پرمختگ کړی دی. ویل کیږي چې یوازي په کابل کې د پهلوانۍ ۲۵ کلبونه موجود دي. اوس آن د سیمه ییزو سیالیو پر مهال د رقیبانو وزن او قد سنجول کیږي. دا کار تر مخه نه کیده.