انځورونه: په افغانستان کي عمومي حمامونه او ماساژ
اوس په افغانستان کي ډېر خلک عمومي حمامونو ته ځي. د دې حمامونو يو خصوصيت د «کيسه مال» لرل دي. ډېر خلک د دې له پاره هم عمومي حمام ته ځي چي دغه کيسه مال ماساژ ورکړي.
عمومي حمام ته چي هر څوک ورځي يو لنگ او يوه لوټه ورکول کږي. دا چي دغه لنگان سم نه پرېولل کيږي ځيني وخت د ساري ناروغيو سبب هم گرځي. د افغانستان د عامي روغتيا وزارت په عمومي حمامونو کي لنگونه منع کړي دي، خو بيا هم استعماليږي.
په افغانستان کي تر ډېره وخته خلکو په کورونو کي حمام نه لاره، ځکه نو ټول خلک عمومي حمامونو ته تلل. خو اوس تقريباً هر کور حمام لري، ولي بيا هم د عمومي حمامونو مشتريان ډېر دي. د دې کار يو دليل کيسه مال ښوول سوی دئ.
په نوره نړۍ کي ماساژ خپل سبک لري او اصولي تر سره کيږي. خو په افغانستان کي هرڅوک کولای سي چي بل ته ماساژ ورکړي.
د افغانستان په عمومي حمامونو کي کيسه مال د ماساژ کار هم کوي. هغه لومړی خپل مشتري کيسه کوي او وروسته بيا ماساژ ورکوي. په نړۍ کي داسي نسته چي هغه څوک چي ماساژ ورکوي د انسان د بدن پر غړو باندي ټول فشار راوړي. دا ځيني وختنونه د خوږ سبب گرځي.
که څه هم د افغانستان په حمامونو کي ماساژ ډېر خطرناکه وي، خو بيا هم ډېر خلک عمومي حمامونو ته ورځي او ډېر پيسې ورکوي.
په عمومي حمامونو کي کيسه مالان له داسي وسايلو کار اخلي چي د ساري ناروغيو د لېږد خطر لري. په افغانستان کي تر اوسه لا خلک دې موضوع ته پام نه کوي. خو ډېر خلک بيا سته چي له ځانه سه کيسه وړي او کيسه مال ته ئې ورکوي.
عمومي حمامونو ته بيا په ځانگړې توگه هغه ځوانان او ځواني نجوني ورځي چي د واده شپې او ورځي ئې رانژدې وي. دوی بيا کيسه مال يا کيسه مالي ته ډېري پيسې ورکوي.
په افغانستان کي کيسه مالي له ډېره وخته باب ده، خو په اړه ئې منفي ذهنيت هم همداسي پاته دئ. خو د دغو کيسه مالانو يو بل کار چي ماساژ دی په نورو هيوادونو کي ډېر پرمختگ کړی او په افغانستان کي پر هغه حالت پاته دئ.
په نوره نړۍ کي هغه څوک چي ماساژ ورکوي بايد مسلکي وي څو خلکو ته تاوان ونه رسوي. په نړۍ کي تر ټولو مشهور ماساژ چي اوس سته هغه «تاهی ماساژ» (تايلندی ماساژ) دئ.
په افغانستان کي کيسه مالي او ماساژ يا «چاپي» ډېر زوړ تاريخ لري. سلطنتي کورنيو به خپل مخصوص کيسه مالان لرل.