انځورونه: په آلمان کې د «نېکلاس» په نوم د توپان زیانونه
په آلمان کې د «نېکلاس» په نوم توپان ونې، له بیخه نړولي چې د سړکونو د بندیدو سبب گرځیدلي دي. د اورگاډو پر پټلیو د ونو راغورځیدو هم د اورگاډو ترافیک کابو ټپه درولی وو. په آلمان کې هوا اوس هم توپاني ده.
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې دغه اورگاډی پر پټلې باندې له رالویدلې ونې سره تر جنگیدو وروسته له سفر څخه پاتې شو. دغه اور گاډی د آلمان په بایرن ایالت کې له هغه ونې سره جنگیدلی دی چې توپان د اورگاډي پر پټلۍ راغورځولې ده.
د آلمان د بایرن ایالت په مرکز مونشن کې لیدل کیږي چې لارویان د توپان د تیز باد د سختې څپې سره مخامخ دي او پر وړاندې یې بې وسه دي.
د پولیسو او اطفایې په مخ کې ډیر کارونه پراته دي. د آلمان په بادن وورتېمبېرگ ایالت کې یوه لارۍ له خپل ټریلر سره د تیز باد له کبله د یوه پل پر سر چپه شوې ده.
په ډیر شمیر ایالتونو کې د آلمان د اورگاډو شرکت یا «دویچه بان» د سیمه ییزو اورگاډو تگ راتگ د توپان له کبله ودراوه. همداشان د لیرې واټن ځینه مسیرونه هم د اورگاډو پر مخ تړل شوې ول. له دې کبله د اورگاډو په تم ځایونو کې د خلکو سخته گڼه گوڼه وه.
د فرانکفورت ام ماین، ښار کې یو کران د سړک پر سر ولاړو موټرو باندې راغورځیدلای دی چې څو موټرې یې لاندې کړي دي.
د آلمان له لویدیځې څنډې څخه دغه توپان د ختیځ پر لور د حرکت په حال کې دی. وارت بورگ آیزنبخ، پر سیمې تورې وریځې لیدل کیږي. د چهارشنبې ماښام ښایي ختیځ ته دغه توپان ورسیږي.
د آلمان په هامبورگ ښار کې یو ویجاړ شوی موټر لیدل کیدي چې تر یوې رانړیدلې ونې لاندې پروت دی.
د آلمان پلازمینه برلین له دغو تیزو بادونو څخه خوندي پاتې نه شوي. یو شمیر زیاتو موټرو ته لکه چې په انځور کې ښکاري زیان اوښتی دی.
دومره لویې ونې هم د دغه باندې پر وړاندې ټینگې نه شوې.