انځورونه: ټکسيلا، د انساني تاریخ یو ستر میراث
د پاکستان د پلازمېني اسلام آباد د شمال لویدیځ په ۳۲ کیلومترۍ کې د ټکسيلا تاریخي ښار موقعیت لري. په ټکسيلا کې تر میلاد مخکې ستر پاته شوي تاریخي آثار د یونیسکو د لرغونو آثارو په نوملړ کې هم شامل دي.
د ټکسيلا موزیم
د ټکسيلا موزیم یو له ښایسته موزیمونو څخه شمیرل کیږي. پر هري پور سړک باندي پروت د دغه موزیم نقشه د لاهور د میو سکول آف آرټس مدیر سلیوان جوړه کړې وه او د بنسټ ډبره یې د هند وایسرای لارډ جیمسفورډ، ایښي وه. په دغه موزیم کې په ټکسيلا کې موندل شوي تر ۷۰۰ زیات نادره آثار شته، خو د موزیم دننه د انځور اخیستو اجازه نه شته.
سِرکپ
د سرکپ تاریخي پاته شوي د ټکسيلا له موزیم څخه دوه کیلومتره وړاندي دي. تر میلاد وړاندي دوهمه پیړۍ کې چې کله د باختر یونانیانو پر ټکسيلا یرغل وکړ نو په دغه ځای کې یې د موریه، سلطنت پای ته ورساوه، خپل نوی حکومت یې جوړ کړ او د سرکپ په نوم یې نوی ښار آباد کړ. دغه ښار د شطرنج د تختي په څیر آباد شوی دی. د سیدها کوڅو او بازار له کبله د دغه ښار کنډوالي هم بیل ډول دي. پر دغه ښاره یو دیوال چاپیره وو.
بیلا بیل نومونه
د ټکسيلا پخوانی ښار د سندهـ او جهلم سیندونو تر منځ پروت دی. په سنسکرت کې دا تکشيلا او ځایي خلکو تا کاسله، په نوم پیژانده. یونانیانو رومانیانو دا ټکسيلا وباله. دغه ښار د پخوانۍ زمانې د درو مهمو سوداگریزو لارو له کبله یوه ستر سوداگریز مرکز وو. د هند سویلي او د سویلي او منځنۍ آسیا تجارتي لارې همدلته سره یو ځای کیدې.
پخوانی جین مندر یا عبادتځای
پخواني اروپایي قومونه پر هندوستان باندي د ستر سکندر د حملې پر مهال د ټکسيلا له نوم سره نه وو آشنا. تر میلاد وړاندې په شپږمه صدۍ کې ټکسيلا د ایران یوه صوبه یا ایالت وو. تر هغه وروسته پیړیو کې دغه ښار په بیلا بیلو اوو دورو کې د مختلفو شاهي کورنیو په حکمرانۍ کې وو. په انځور کې هغه ځای ښکاري چې څو پیړۍ د مخه یو ستر جین مندر، یا عبادتځای وو.
بازار، چې اوس یوازي کنډواله دی
د ټکسيلا د پخواني فرهنگ د پاته شوو د لټون له پاره لومړۍ کیندني په ۱۹۱۳م کال کې د «آرکیالوجیکل سروې آف انډیا» پیل کړې چې تر ۱۹۳۴م کاله یې ادامه لرله. تر هغه وروسته د پاکستان د رامنځ ته کیدو ترمخه او وروسته هم ډیرو اروپایي او پاکستاني لرغون پوهانو په دغه ځای کې کیندنې وکړې. په انځور کې چې تیږي او واښه تر سترگو کیږي، څو پیړۍ تر مخه دغه بازار وو.
موهړہ مرادو
د ټکسيلا موزیم د ختیځ پر لور په پنځه کیلومترۍ کې د موهړه مرادو، خانقا موقعیت لري. دغه ځای د بودا د عبادت ځای، یوې مرکزي ستوپه او د یوې خانقاه، پاته شوي لري چې د هغې د پيروانو د اوسیدو ځایونه، آشپز خانه، تشنابونه او گودامونه ول. په انځور کې ښکاره کیدونکي پاته شوي دا بیانوي چې هغه مهال په تعمیراتي کار کې له څومره نظم څخه کار اخیستل شوی وو.
نازک، خو تر اوسه خوندي
دغه څلی لرغونپوهانو ته د موهړه مرادو د نهمې خونې څخه په لاس ورغلې چې له چونې او خاورې څخه جوړ دی خو د څو پیړیو تر تیریدو وروسته هم پر خپل اصلي حالت پاته دی. له همدغې خانقاه څخه لرغونپوهانو ته له چونې او خاورې څخه جوړې مجسمې هم په لاس ورغلي دي. په نورو لرغونو آثارو کې د خوراک څښاک لوښي، په کورونو کې استعمالیدونکی سامان او نور لرغوني توکي شامل دي.
ستوپه او خانقاه
په ټکسيلا کې د کیندنې په پایله کې څو ستوپي او خانقاوي موندل شوي دي. په دغه ځایونو کې دهرما، راجیکا، جولیا، موهړه مرادو، پيلا، گړي، بهمالا، جنډیال، جنا والي ډهیري، بادل پور، بهلړ توپ، کناله او کلاوان شامل دي. په دغه انځور کې له یوې خانقاه څخه تر لاسه شوې مجسمې تر سترگو کیږي.
دوه زره کلن پاته شوي
د ټکسيلا له درې څخه د بودا د عبادت ځایونو زیاتره پاته شوي له لومړۍ میلادي پيړۍ څخه تر پنځمې پیړۍ پورې دي. د دهرمار راجیکا ستوپه د دریمې میلادۍ پیړۍ د دورې ده، چې په ۱۹۸۰م کال کې یونیسکو د لرغونو آثارو په نوملړ کې شامل کړل. له دې ډلې څخه اوس هم ډیر تاریخي ځایونه تر حیرانوونکي کچه په ښه او ټینگ حالت کې دي.
د پخواني ټکسيلا پوهنتون
د پخواني ټکسيلا ښار په وروستۍ برخه کې یو داسې ځای هم تر سترگو کیږي چې د پاکستان د نامتو لرغون پوه پروفیسر داني، په وینا دا هغه ځای دی چې څو پيړۍ پخوان د ټکسيلا مشهور پوهنتون وو.
د شازاده کناله، ستوپه
د ټکسيلا د پخواني پوهنتون څخه لږ وړاندي د شازاده کناله، ستوپه موقعیت لري. یو مهال دغه ستوپه ته څیرمه یوه ستره ودانۍ وه. او دغلته یوازي د دغې ودانۍ د تیږو پاته شوي پاته دي. له دغه ځای او څیرمې سیمې څخه هم لرغون پوهانو ته ډیر تاریخي آثار په لاس ورغلي دي.