انځورونه: د «کارگر» نړيواله ورځ
د می مياشتي لومړۍ نېټه د نړۍ په ډېرو هيوادونو کي د «کارگر ورځ» په نوم لمانځل کيږي. د دغو ورځي د لمانځلو موخه دا ده چي د کارگرانو وضعيت ته پام واړول سي.
په اول وار د می پر لومړۍ نېټه په ۱۸۹۰م کال کي په امريکا کي د کارگرانو حرکت د يوه لاريون په شان پيل سو. د دغه لاريون هدف داوو چي کار ئې په ورځ اته ساعته سي. دغه وو چي د «کارگر ورځ» وزېږېدل او تر اوسه په ډېرو هيوادونو کي لمانځل کيږي. اوس دغه ورځ په امريکا کي د سپتمبر مياشتي پر لومړۍ دوشنبه لمانځل کيږي.
په آلمان کي به بيا په ۸۰ او ۹۰ لسيزه کي په دغه ورځ د خلکو ترمنځ تاوتريخوالی پېښېدی. بيا وروسته د دې له پاره چي په دغه ورځ د تاوتريخوالي مخه ونيول سي د ورځ نوم ئې «Myfest» کښېښود او اوس خلک په دغه ورځ په مارييانين پلتڅ کي خپلي مېلې کوي.
په فرانسه کي بيا د می مياشتي په لومړۍ نېټه د کارگر ورځي د لمانځلو تر څنگ د سوسن گل ورځ هم لمانځل کيږي. په دغه ورځ د ډيرو فرانسويانو پر خپلو ځيگرونو د سوسن گل ټومبلی وي. په دغه ورځ د سوسن له پلورونکو څخه ماليات هم نه اخيستل کيږي.
په اتريش کي هم دغه ورځ له ۱۸۹۰م کال راهيسي لمانځل کیږي او هرکال په دغه ورځ د تفريح په يوه ميدان کي نزدې ۱۰۰۰۰۰ انسانان سره راټوليږي.
په دغه ورځ بيا تر ټولو په ايټاليا کي ډېر شور ما شور يي. د می مياشتي پر لومړۍ نېټه په روم کي په سنتی توگه د «کنسرتو دل پریمو ماگيو» کنسرت جوړيږي او ورتگ وړيا دئ.
له خندا ډک هيواد چين کي بيا دغه ورځ په لاريونونو سره لمانځل کيږي. پر دې سربيره سنتی رقصونه هم کيږي او يا کمونيستي ترانې ويل کيږي. په دې کي ډېر رول زده کوونکي لري.
جاپانيان د کارگر ورځ په می مياشت کي نه لمانځي او دغه ورځ رخصتي هم نه وي. خو دوی د نومبر مياشتي پر ۲۳ نېټه «له کار څخه مننه» په نوم ورځ لمانځي.
په بريتانيا کي بيا دغه ورځ چي له ۱۹۸۷م کال راهيسي ئې رسمي بڼه غوره کړې ده لاريونونه او بيا سنتی مېلې کيږي، خلک رقصيږي او می څښي.