انځورونه: د کابل پر دیوالونو سوري زړونه
د کابل یو شمیر هنرمند ځوانان هڅه کوي چې د ګرافیتي هنر له لارې خلکو ته د سولې پیغام واستوي. د افغانستان د یو شمیر ښارونو پر دیوالونو باندې انخورونه کاږل شوي دي او د ښار څیره یې بدله کړې ده.
د افغانستان د ډیر شمیر ښارونو څیره تر څو کلونو دمخه هم د تیرو کلونو او روانې جګړې کیسه کوله خو اوس د کابل په ګډون په یو شمیر ښارونو کې ځوان افغانان د ښار پر دیوالونو باندې انځورونه کاږي او خلکو ته د سولې پیغام رسوي.
دغه ځوانان هڅه کوي چې د خپل هنر له لارې خلکو ته د سولې پیغام ورسوي.
په عین حال کې د ګرافیتي دغه هنرمندان غواړي د افغانستان وسلوالو مخالفینو ته هم د خپلو انځورونو له لارې ووایي چې له بریدونو لاس واخلي.
د فساد سره مبارزه پر دیوالونو باندې د کاږل شویو انځورونو یوه بله سوژه ده.
د دغو انځورونو په کاږلو کې نه یوازې ځوان هلکان برخه اخلي بلکې نجونې هم په کې ډیره لویه ونډه لري.
دغه ډول انځورونه د کابل په ګډون په هرات او بلخ ولایت کې هم کاږل شوي دي.
په وروستیو وختونو کې د هیندارې په نوم یوې موسسې افغان ځوانانو ته د ګرافیتي روزنې ورکړې.
که څه هم د ګرافیتي هنر په افغانستان کې نوی دی خو بیا هم ډیر مینه وال لري.
په افغانستان کې د ګرافیتي هنر د مینه والو شمیر ورځ تر بلې مخ په ډیریدو دی.
په افغانستان کې د ګرافیتي مینه وال او هنرمندان
پر دیوالونو باندې کاږل شوي انځورونه په اوږد مهال کې ډیره اغیزه لرلی شي.