انځورونه: د نړۍ قیمتي موټرونه وپيژنئ
د موټرو تولیدونکي ځيني شرکتونه نه غواړي ډېر موټر تولید کړي او په کم شمیر کې توليد شوي موټر ېې ډېر مينه وال لري، خو هر څوک ېې د اخیستلو توان نه لري. دلته د نړۍ تر ټولو قيمتي صفر کيلومتر موټرونه درپيژنو:
رولز رويس سويپتل
د رولز- رویس شرکت دغه موټر چې ټول د لاس جوړ دی، جوړول يې څلور کاله وخت نيولی دی. قوت ېې ۴۶۰ هارس پاوره او بيه ېې ۱۳ ميلیونه يورو ده. دغه شرکت په ۲۰۲۲م کال کې د "Rolls-Royce Boat Tail" په نوم يو بل موټر چې يوازې يو وار نندارې ته وړاندې سوی وو، په ۲۶ میلیونه يورو خرڅ کړي.
پاګاني زوندا
ايټالوي موټر جوړونکي شرکت، پاګاني یوازې درې عرادې «پاګاني زوندا» موټر جوړ کړي دي چې يو ېې د شرکت د رئیس په اختیار کې دی. د دغه موټر بیه ۱۵ ميليونه يورو ده. د ماشين قوت ېې ۷۶۰ هارس پاوره دی.
بوګاتي
د ايټالوي موټر جوړونکي شرکت بوګاتي له دغه موټر څخه چې په آلماني شرکت فولکس واګن پورې تړاو لري، یوازې یو عراده جوړ شوی دی. دغه موټر د يو ناپيژاندي سويسي دی. د مالیاتو پرته خالصه بېه ېې ۱۱ ميلیونه يورو ده او د ماشین قوت ېې ۱۵۰۰ هارس پاوره دی.
پاګاني
په انځور کې ښي لور ته پاګاني موټر يوازې ۵ عرادې جوړ شوي دي. د دغه موټر بیه ۵ ميليونه يورو ده او د ماشین قوت ېې ۸۲۷ هارس پاوره دی. دا له نورو ماډلونو نه يو څه سپک دی.
لیکان هایپراسپورت
دغه لیکان هایپراسپورت موټر د لبنان د ډبلیو شرکت ساخت دی، خو ماشین ېې د آلماني شرکت «روف» RUF جوړ دی چې ۷۹۱ هارس پاوره دی. د دغو موټرو یوازې ۷ عرادې جوړ شوي چې یو ېې د دوبۍ د پولیسو په اختیار کې دی. د دغه موټر بيه نژدې ۳ ميلیونه يورو ده.
بوګاتي شیرون
د دغه بوګاتي شیرون بیه ۴ ميلیون او ۲۰۰ زره يورو ده. د دغه موټر ماشین ۱۶۰۰ هارس پاوره دی او سرعت ېې په ساعت کې ۳۰۰ مایله دی چې په کیلومتر ۴۹۰ اعشاریه ۵ کیلومتره په ساعت کې کیږي.
لمبورجيني
د دغه ماډل لمبورجيني یوازې ۴ عرادې جوړ شوي دي چې دوه ېې امریکا ته استول شوي. څلورم ېې د یوه آلماني سوداګر دی چې په بایرن ایالت کې اوسیږي. د ۷۵۱ هارس پاوره قوت ماشین په لرلو سره د دغه موټر بیه ۴ میلیونه يوره وه چې اوس له دې دوه برابره لوړه بیه خرید او فروش کیږي.
لامبورجیني FKP 37
د "FKP 37" په مخفف دغه لامبورجیني د فولکس واګون شرکت د رئیس، فردیناند کارل پیئش، په ویاړ جوړ شوی دی. پېئس په ۱۹۳۷م کال کې زیږېدلی او په ۲۰۱۹م کې مړ شو. هغه د فردیناند پورشه لمسی وو چې د پورشه کارخانه ېې تاسیس کړه. د دغه موټر بیه ۳ میلیون او ۳۰۰ زره يورو ده. د ماشین قوت ېې ۸۱۹ هارس پاوره دی.
کونیگزگCCXR Trevita
دغه کونیگزگ موټر د یو سويډني شرکت ساخت دی چې یوازې دوه دغه ډول موټرونه ېې جوړ کړي دي. د دغه موټر بدنه له سپين کاربن څخه جوړه ده. د ماشین قوت ېې ۱۰۱۸ هارسپاوره او د موټر بیه ۴ میلیون او ۴۵۰ زره یورو ده.
مایباخ
د دغه مایباخ د بېې ټاګل سخت دی، ځکه د ټير جوړونې شرکت، فولدا، یوازې یو عراده جوړ کړی دی. دغه موټر د نه خرڅلاو وړ اعلان شوی دی. ۷۰۰ هارسپاور ماشین لري او بيه يې د ۷ تر ۸ میلیونه يورو پورې اعلان شوې ده.
استون مارتين
د دغه موټر ماشین ۹۵۰ هارسپاوره دی. بيه ېې یو میلیون یورو ده او په پام کې ده له دغه موټر نه تر ۲۰۲۳م کال پورې ۵۰۰ عرادې توليد شي.
بوګاتي ديوو
بوګاتي شرکت د دغه موټر يوازې ۴۰ عرادې جوړوي. د یونیم زر هارسپاوره قوی ماشین په لرلو سره د دغه بوګاتي ديوو بیه د ۵ میلیونه يورو معادل ده. دا د فرانسوي موټر چلونکي «آلبرت اویگن دیوو» چې په ۱۹۶۶م کال کې مړ شو په نوم نومول شوی دی.