انځورونه: د خښتو پخولو کورو د بازار ګرمیدل
په افغانستان کې د کورونو او لویو ودانیو په جوړیدو سره د خښتو د کورو د کار و بار هم ډیر شوی دی. په دغو کورو کې یو شمیر ماشومان هم په کار پوخت دي.
په افغانستان کې د ساختماني کارونو له ډیریدو سره د خښتو بخولو د کورو کاروبار هم تود شوی دی.
په افغانستان کې هره ورځ په میلیونو خښتې بخیږي. دغه خښتې بیا وروسته لویو او وړو ساختماني پروژو ته انتقالیږي او په لویو ودانیو باندې بدلیږي.
د خښتو پخولو په دغو کورو کې په لسهاو زره کسان په کار بوخت دي. د خښتو پخولو په کورو کي کار کول کوم آسانه کار نه دي.
د خښتو پخولو په کورو کې ښځې، نارینه او ان ماشومان کار کوي. تر دې مخکې د بشري حقونو سازمانونو په دغو داښونو کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
په افغانستان کې د خښتو د پخولو په داشونو کې کار لا تر اوسه پورې عصري شوی نه دی او اوس هم په پخوانیو وسایلو او شیوو ترسره کیږي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د خښتو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.هغه خښتې چې په ښایسته نقشونو سینګار شوي وي د نورو په پرتله لوړه بیه لري.
د افغانستان د خښتو پخولو په کورو کې اوس هم د سونگ غیر معیاري مواد کارول کیږي. که څه هم د خښتو پخولو دغه داښونه له ښاره په لیرو پرتو سیمو کي پرتې دي، خو بیا هم د هغوی له کبله د ښارونو چاپیریال ډیر ککړیږي.
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ساختماني کارونه هم یو څه کم شوي دي. ډیر شمیر افغانان تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپلې راتلونکې په اړه ډاډه نه دي نو له همدې کبله د لویو تعمیراتو په جوړولو لاس نه پورې کوي.
د ساختماني کارونو له کمیدو سره په افغانستان کې د بیکاري کچه هم لوړه شوې ده. خو د بیکاري یو بل لامل بیا افغانستان ته له بهرنیو هیوادونو څخه د کارګرو راتلل دي.